African brush-tailed porcupine – د افریقا بورس لکی شکوڼ

د ډول علمي نوم یې (Atherurus africanus) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د زړې نړۍ شکوڼ ده شکل یې مږې ته ورته والی لري. د افریقا له ګیني تر کینیا پورې سیمه کې پیدا کیږي. د سیمې خلک یې د خوړو لپاره ښکار کوي. نسل یې پرېمانه دی.

د سر او تنې اوږدوالی یې له ۴۰ تر ۵۰ سانتي متره او وزن یې تر ۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. تر اتو پورې د یوې کورنۍ غړي ګډ په ډله کې ژوند کوي. په ځنګلونو کې ځان څروي، د شپې لخوا فعال وي او په غارونو کې استوګنځای جوړوي. خواړه یې پاڼې میوې او ګلان دي خو ریښې هم خوري. د بلاربښت موده یې تر ۱۱۰ ورځو پورې وي. په دوه کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ هیستریسیدای
نسل اتېروروس

Atherurus africanus - Royal Museum for Central Africa - DSC06768

Comments

This post currently has 10 responses

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons