African pygmy mouse – د افریقا لنډۍ مږه

د ډول علمي نوم یې (Mus minutoides) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده.د سهارا په سوېل کې پرېمانه پیدا کیږي. د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۳ انچه پورې او د لکۍ تر یو نیم انچ پورې وي. وزن یې تر ۱۲ ګرامه پورې رسیږي. له ۶ تر ۸ اوونیو پورې عمر کې د مثل کولای شي، د بلاربښت موده یې تر ۲۰ ورځو پورې وي. په ازاد ژوند کې تر ۲ کاله او په بند ساتل شوي ځای کې تر ۴ کاله پورې ژوند کولای شي. په سهار کې د پرخې څاڅکي څکي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل موس
فرعي نسل نانومیس
Mus minutoides00
Mus minutoides. Photo by Alouise Lynch

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons