Agerolese – اګېرو لیز غوییز
ایټالوی تلفظ یې اجېرولیزي دی. د ایټالیا په سوېل کې، د کمپانیا په اجېرولا سیمه کې د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نسل یې د ایټالیا له هولسټاین فریژن، مودولیکا، برونا ایتالیانا او جېرزي غوییزو اخیستل شوی. د ایټالیا له ۱۶ وړو سیمه ایزو نسلونو یو دی. د نسل د شمېر ساتنه یې د ایټالیا د کرنې وزارت کوي.
مخینه
په اتلسمه پېړۍ کې ایټالیا د نړۍ مختلف ډوله غوییز وارد کړل تر څو له سیمه ایزو خړو غوییزو سره یې دوه رګه کړي او د خړو غوییزو په نسل کې ښه والی رامنځته کړي. په ۱۹۵۲ کې له واردو شوو او سیمه ایزو غویزو اګېرو لیز نسل ترلاسه شو. په ۲۰۱۲ کال کې یې د نسل ټول ۳۴۷ غړي پاتې وو اوسمهال د نسل زیاتونې پروګرام پیل شوی.
د غوا رنګ یې نسواري او د غویي رنګ تقریبا تور وي. ملا کې زېړ رنګه کرښې لري. پوز یې سپین رنګه وي، د غویي د مخیکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۳۰ تر ۱۳۵ سانتي متره پورې او د غوار تر ۱۲۳ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن له ۶۰۰ تر ۶۵۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن له ۳۸۰ تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
کارونه
په ورځ کې تر ۲۰ لیتره پورې شیدې کوي، د شیدو د شحمو اندازه یې ۳.۵% ده. شیدې یې د کوچو او ایتالوي پنیر جوړولو لپاره کاریږي.