Agra Fort – اګرا کلا

د سرې کلا (Red Fort) په نامه هم یادیږي. د ۱۶ پېړۍ لویه د سرو شګو له ډبرو جوړه شوې کلا ده. د هند په اګرا تاریخي ښار کې واقع ده. د مغولو اکبر پاچا جوړه کړې، او دواړه د پوځ او سلطنتي کورنیو لپاره جوړه شوې وه. کله چې د مغولو د حکومت مرکز په اګرا ښار کې وو د سلطنتي محل په توګه کارېدلې. په ۱۹۸۳ کال کې یونیسکو د نړۍ د تاریخي ځایونو په نوملړ کې ثبت کړې.
 
د یمونا سیند ښۍ څنډه کې ده. اکبر باچا یې دجوړونې پیل په ۱۵۶۵ کې کړی وو او جوړېدو یې تقریبا ۸ کاله اخیستي. دیوالونه یې چار چاییره خندق (moat) لري، دیوالونه یې ۱.۵ مایله (۲.۵ کیلو متره) پورې غزېدلي او لوړوالی یې ۷۰ فټه (۲۱ متره) ده. د ورننوتو دوه لارې لري یو د امرسنګ دروازه او بله د ډیلي دروازه ده. د ورننوتلو لارو کې یې د مرمرو ډبرې کارېدلي. په دیوالونو کې یې نور زیات نقشونه او نښانونه د مغولو نورو امپراتورانو په ځانګړې توګه شاجهان او جهانګیر اضافه کړي. د تعمیر جوړښت یې په ښار کې ښار ده.
 
په کلا کې اکبر باچا خپل زوی جهانګیر ته چې کوم ځای جوړ کړی د کلا تر ټولو لوی مېشتځای ده. شاجهان پکې مسجد اباد کړی کوم چې د موتي مسجد پښتو کې یې مانا صدف جومات ده ټول په سپینو مرمرو ډیزاین شوی. په داخل کې د دیوان خاص په نامه صالون لري کوم چې د میلمنو لپاره کارېده. په دې کلا کې تر ټولو نامتو د طاوس تخت (Peacock Throne) موجود وو چې وروسته اورنګزیب ډیلي ته انتقال کړ. په دیوان عام صالون کې امپراتور د خلکو عریضو ته غوږ کېښوده او د حکومت له چارواکو سره به یې لیدنې کولې. په خاص محل برخه کې چېرې چې د امپراتور ماڼۍ وه رنګارنګ ګلان کرل شوي وو، همداسې په دیوالونو کې یې وړې ښیښې او قیمتي ډبرې کارېدلې وې. دوه خونې پکې د ملکې او شهزادګیو لپاره لمبل ځای وو.
 
له دې پرته همدا کلا د شاجهان لپاره زندان شوه او خپل زوی اورنګزېب چې د عالم ګیر په نامه هم پېژندل کیږي خپل پلار په همدې کلا کې له ۱۶۵۸ کال تر مرګه ۱۶۶۶ کال پورې زنداني کړ.

Agra Fort 13
Agra Fort By Sanyam Bahga
Amar Singh Gate, Agra
Amar Singh Gate, Agra
DIWAN-I-AM
By KD7827
Agra 03-2016 10 Agra Fort
Agra Fort By A.Savin
 

Sidebar



Share
Hide Buttons