په امریکایي تاریخ کې د زراعتي سوکالۍ لپاره د زراعتي فارمونو د تولید کمول، د زېاتې شوې غلې د بهر ته واردولو مخه نیول، د قیمت لوړېدو مخه نیول وو. د زراعت اصلاحات یا تعدیل په امریکا کې تصویب شوی قانون (Agricultural Adjustment Act May 1933) وو چې په ملي کچه یې د هنري وېلېس د زراعت وزیر (Secretary of Agriculture Henry Wallace) پر وخت د زراعتي فارمونو اداره رامنځته کړه (کورنی د تخصیص پلان). موخه یې دا وه چې بزګر وتوانیږي د خپلو محصولاتو د پلور له لارې بېرته د بزګرۍ د توکو قیمت لاسته راوړلای شي، د ۱۹۳۳–۳۶ کلونو ترمنځ د وچکالۍ له حالاتو ووځي خو دا قانون د بزګرو لپاره تر پخواني دود ناسم وو او سترې محکمې په کال ۱۹۳۶ کې د اساسي قانون څخه لرې کړ او کانګرېس دوه کاله وروسته بل قانون تصویب کړ کوم چې د خاورې د ساتنې پر بنسټ وو. په دې قانون کې د غلې ساتنه کمه شوه او د بزګرو عاید لوړ شو.