په انګلستان کې په دودیزه کرنه کې تدریجي بدلون له ۱۸ پېړۍ پېل شو کوم بدلون چې تر ۱۹ پېړۍ پورې دوام وکړ مګر بیا هم نه وو بشپړ شوی. په دې بدلون کې د ځمکو مالکیت کې بدلون، د بودیجې په تخصیص او تخنیکي طریقو کې ښه والی، نوي ماشینونونه، د کانالونو سمون، په کرنه کې ساینسي طریقې، د کرنې په تناوب کې بدلون او تجربوي طریقې شاملې وې. په دې طریقو کې یوه نامتو د (Norfolk four-course system) په نامه وه چې لمړي ځل په نارفالک سیمه کې پلي شوې وه. د کرنې انقلاب صنعتي انقلاب ته لار هواره کړه.