AgustaWestland AW101 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۰۱
د پوځ او ملکي خدماتو لپاره کارېدونکې چورلکه ده. لمړی الوتنه یې په کال ۱۹۸۷ کې کړې. د ایټالیا اګوستا او د وېسټ لنډ هیلیکوپټر شرکتونو په ګډه جوړه کړې تر څو یې سمندر کې د چورلکې د کارونې اړتیا پوره او عصري کړي. د انګلستان په شمول ډېری کارونکی لکه دنمارک او پرتګال یې د مېرلېن (Merlin) په نوم یادوي. په انګلستان کې یې د (Yeovil) په نوم شرکت او په ایټالیا کې د (Vergiate) په نوم شرکت تولیدوي. همداسې د تولید جواز یې جاپان او متحده ایالتونه هم لري او خپلو هیوادونو کې یې تولیدوي.
په ۱۹۹۹ کال کې یې کارونه پیل شوه او له هماغه وخت څخه د ډېرو زړو چورلکو د تقاوت لامل شوې لکه د (Sikorsky SH-3 Sea King) چورلکې. اوسمهال د منځنۍ کچې د ټرانسپورټ، د لټون او ژغورنې اوبتل ضد عملیاتو او په بېړۍ کې د خدماتو لپاره کاریږي. د کاناډا هوایي ځواک یې د هوا له لارې د ژغورنې او لټون لپاره کاروي. همداسې یو ډول یې د متحده ایالتونو لپاره جوړه شوې وه تر څو له سپینې ماڼې کسان پکې انتقال شي خو قرارداد یې لغوه شو او چورلکه په کاناډا وپلورل شوه. نور ډولونه یې د مساپرو د انتقال او د وي ای پي ټرانسپورټ لپاره تولید شوي. ځینې یې د پوځي کارونې لپاره مجهز شوي او په افغانستان او عراق کې د جګړې پرمهال کارېدلي.
مخینه
په ۱۹۷۷ کال کې د انګلستان د دفاع وزارت غوښتل چې خپلې زړې چورلکې بدلې کړي او د اوبتل ضد نوې چورلکې چې عصري او نوې وي، په ورته وخت کې د شوروي اتحاد له پر مختللو اوبتلونو سره د جګړې لپاره د کارونې وړ وي ترلاسه کړي. په پیل کې یې داسې وړاندیز خپور کړ کوم چې د درې ماشینونو لرونکې چورلکه وه او د انګلستان زړو چورلکو (Westland Sea Kings) ته یې ورته والی لره یادې چورلکې په ایټالیا کې اګوستا شرکت او په انګلستان کې وېسټ لنډ تولید کړې وې. وړاندیز ته یې د (WG.34) نوم ورکړی وو. د ایټالیا سمندري ځواک هم (Sea Kings) کارولې او په دې وخت کې یې فکر کوه چې نورې چورلکې ترلاسه کړي. له لږ ځنډ وروسته دواړو د ایټالیا اګوستا او د انګلستان وېسټ لنډ هیلیکوپټر شرکتونو خبرې پیل کړې تر څو د نوې چورلکې لپاره ګډه پروژه ولري.
د خبرو پایله کې دواړو شرکتونو توافق وکړ چې په ګډه به پروژه باندې کار کوي. خپله کې یې په ګډه د (EHI) په نوم چارې پیل کړې. د ۱۹۸۱ کال د جون په ۱۲ نېټه، انګلستان په یاده پروژه کې د ګډون اعلان وکړ او ۲۰ میلیونه پونډه بودیجه یې د لمړیو ۹ چورلکو لپاره ومنله. یادې چارې له دواړو شرکتونو سره د پروژې په ښه مخکې تګ کې ډېره مرسته وکړه. په ۱۹۸۴ کې له شرکت سره دواړو د انګلستان او ایټالیا حکومتونو نوی تړون لاسلیک کړ.
په ۱۹۸۵ کال کې اګوستا شرکت د یادو چورلکو لمړۍ داسې چورلکه د پاریس هوایي نندارتون ته وړاندې کړه چې د مختلفو موخو لپاره د کارېدو وړ وه لکه د ملکي ټرانسپورټ، نظامي عملیاتو او ژغورنې لپاره. لمړۍ چورلکې په کال ۱۹۸۷ کې د اکتوبر په ۹ نېټه د ازموینې لپاره لمړۍ الوتنه وکړه.
په ۱۹۸۷ کې کاناډا هم د ژغورنې د او د اوبتل ضد جګړې لپاره یادې چورلکې خوښې کړې تر څو یې د خپلو زړو (Sea Kings) چورلکو په ځای وکاروي. کاناډا د ۵۰ چورلکو غوښتنه وکړه خو جوړونکي شرکت یې له غوښتنې سره سم ځان د لیبرال او محافظه کارو د جګړې منځ کې ومونده. محافظه کارو د یادو چورلکو پېرل غوښتل خو لېبرال ګمان کوه چې ډېرې قیمته دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې سړه جګړه پای ته ورسېده او ګمان کېده چې یادې چورلکې پېرل غېرې ضروري او د پیسو په اوبو لاهو کول دي. په کال ۱۹۹۳ کې د کاناډا فدرالي انتخابات ترسره شوو او لېبرال تنظیم یې د ۴۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لغوه کړ.
په کال ۱۹۹۳ کې د جنوري په ۲۱ نېټه یې دوېمه الوتنه وکړه، دوېمه الوتنه کې چورلکه نسکوره شوه او پایله کې یې تر ۶ میاشتو پورې د چورلکې الوتنې وځنډېدې. درېمه الوتنه یې د ۱۹۹۳ کال د جون په ۶ نېټه ترسره کړه او ورپسې یې ۹ چورلکې جوړې کړې. د ۱۹۹۵ کال په فېبروري کې انګلستان ۲۲ چورلکې ترلاسه کړې، د همدې کال په اکتوبر کې ایټالیا هم ۱۶ چورلکې ترلاسه کړې.
له ۲۰۰۰ کال وروسته د اګوستا او وېسټلنډ ګډې پروژې نوم له (EHI) څخه (EH101) ته بدل شو. تر ۲۰۰۹ کال پورې یې ټولې نړۍ کې تر ۱۸۰ زیاتې چورلکې وپېرل شوې.
د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې الجیریا د ۷ چورلکو تړون لاسلیک کړ، د ۲۰۱۲ کال په اګسټ کې یې د ۸۰ چورلکو غوښتنه وکړه له کومو چې ۴۲ (EH101) وې.
د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر کې شرکتونو هڅه وکړه چې د یادو چورلکو لپاره د ملکي کارونې جواز ترلاسه کړي او د تیلو راوېستنونکو شرکتونو باندې یې وپلوري، همداسې د وي ای پي ټرانسپورټ لپاره یې هم وړاندیز کړې.
د ۲۰۱۰ کال د جون په ۷ نېټه د متحده ایالتونو بوینګ شرکت له اګوستا وېسټ لنډ جواز ترلاسه کړ تر څو په متحده ایالتونو کې یادې چورلکې د خپل هیواد لپاره تولید کړي. کومې چې بوینګ تولید کړي د (Boeing 101) نوم ورته اخیستل کیږي.
ډیزاین
د اګوستا وېسټ لنډ ۱۰۱ چورلکې فزیکي جوړښت یا ډېزاین دودیز دی خو په دې عام ډېزاین کې پر مختللې ټکنالوجي کارول شوې. د پرمختللې ټکنالوجي بېلګې یې پرې او څرخ، برېښنایي سیستم، بې کچې زیات کمپوزیټ توکي دي. تنه یې د جلا کېدو او نصب کېدو وړ ده. تنه یې د لیتیم او الومینیم له ترکیب جوړه شوې. تنه یې سپکه خو له ویجاړېدنې سره مقاومت کوونکې ده. په هر ډول سړې او تودې هوا کې عملیات ترسره کولای شي په دې مانا چې تر ۴۰ – او + ۵۰ سانتي ګراد پورې تودې او سړې هوا کې عملیات ترسره کوي. په تنه کې یې له سطحې د واورې لرې کولو لپاره سیستم موجود دی. د کنټرول سیستم یې اجازه ورکوي چې په یوه ساعت تر ۷۴ کیلو متره تېز باد کې ځای پر ځای پاتې شي.
د فعالې لړزې د کنټرول سیستم کوم ته چې د جوړښتي سیستم د غبرګون فعال کنټرول نوم هم اخلي پکې موجود دی. یاد سیستم یې د تنې ۸۰% لړزه کموي. چوکۍ یې زغره لرونکې دي. یوازې یو پیلوټ یې هم الوزولی شي. د مخکې لور څارونکی انفرارېډ، ډیجیټلي نقشه، د ماموریت ښودونکی سیستم پکې موجود دی.
ماشین
اګوستا وېسټ لنډ کې درې ټوربو شافټ ماشینونه موجود وي. وروسته په ۲۰۲۰ کال کې ورته ځانګړي ماشینونه د (RTM322) په نوم تولید شو او اوسمهال په ۸۰ % چورلکو کې همدا نوي ماشینونه موجود دي. هر ماشین یې د ۱۰۷۴ لیترو تیلو لپاره ټانکۍ لري. د تیلو د لېږد لپاره دوه ګوني پمپونه پکې کارېدلي. له دې پرته پکې اضافي ټانکۍ د زخیرې په توګه موجودې وي. د الوتنې پر وخت یې له زخیرې عمومي ټانکۍ ډکیږي او له دې سره یې د الوتنې وخت زیاتیږي. همداسې په چورلکه کې پروب سیستم هم اضافه کېدای شي د کوم په زریعې چې له بلې الوتکې تیل اخیستی شي. که چېرې داسې سیمه کې عملیات کوي چېرې شګه موجوده وي نو د انجن د ساتنې لپاره یې ځانګړی سیستم پکې انسټال کیږي.
وسلې او د دفاع لپاره سیستم
د اګوستا وېسټ لنډ ډېری ډولونه د ځان د دفاع په سیستم سمبال دي لکه چف او فشنګ شیندنه، د انفراېډ جام کوونکی. د الیکترونیکي ملاتړ لپاره پکې ار اېف سرونه موجود وي. لایزري د لټون او خبرتیا سیستم پکې شته وي. کومې اګوستیا وېسټ لنډ ۱۰۱ چورلکې چې انګلستان کاروي مرمۍ ضد زغرې لري. په ځینې ډولونو کې یې د چورلکې په څنګ کې مخکې لور ته کتونکی د انفراریډ انځوریز سېنسور موجود وي.
د تنې لاندې برخه کې د وسلې لپاره د نښلونې برخې موجودې وي او ۴ سټینګ رې ټورپېډو توغندي پکې نصب کېدای شي او یا هم د اوبتل ضد اېم کې ۱۱ موډ ۳ پکې انتقالېدای شي. ځینې پېرودونکو یې دې برخه کې د مارټ په نوم بېړۍ ضد توغندیو د نصب کېدنې ځای انتخاب کړی. په ۲۰۱۱ کال کې انګلستان خپلو ځینو چورلکو کې د ځمکې سطحه ویشتونکي توغندي نصب کړل. همداسې یې اېم کې ۱، اېم کې ۲ او اېم کې ۳ اې ماشیندارو ته پکې ځای جوړ کړ. په وروستیو کې په دې چورلکو کې د راکټونو د نصب او د ځمکې په سطحې د برید ازموینې پیل شوې.
ډولونه
له تولید مخکې
- PP1 – د وېسټ لنډ لخوا جوړه شوې لمړۍ چورلکه، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۷ کال د اکتوبر په ۹ نېټه کړې
- PP2 – د اګوستا شرکت لخوا جوړه شوې لمړۍ چورلکه، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۷ کال د نومبر په ۲۶ نېټه کړې، د ۱۹۹۳ کال د جنورۍ په ۲۱ نېټه یې دوېمه الوتنه وکړه د ستونزې له امله ویجاړه شوه
- PP3 – وېسټ لنډ جوړه کړې چورلکه وه، د انجن د لړزې او په واوره او یخ کې د ازموینې لپاره په کاناډا کې وکارېده
- PP4 – وېسټ لنډ د سمندري ځواک لپاره جوړه کړې چورلکه وه، د ۱۹۹۵ کال د اپرېل په ۷ نېټه ویجاړه شوه
- PP5 – د وېسټ لنډ جوړه کړې چورلکه وه، مېرلېن برېښنايي سیستم پکې نصب شوی وو
- PP6 – د اګوستا شرکت له لوري د ایټالیا سمندري ځواک لپاره جوړه شوې چورلکه وه، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۹ کال د اپرېل په ۲۶ نېټه کړې
- PP7 – د پوځي موخې لپاره د اګوستا شرکت جوړه کړې چورلکه وه، وروسته ځای یې د بار لپاره ځای لره
- PP8 – د وېسټ لنډ لخوا د ملکي موخې لپاره جوړه شوې چورلکه وه
- PP9 – د اګوستا شرکت لخوا د نظامي موخې لپاره جوړه شوې چورلکه وه، وروسته برخه کې یې د بار لپاره ځای لره
- Model 110
- د ایټالیا جوړ شوی موډل وو د (T-700-GE-T6A1 engine) ماشین او (Eliradar APS-784 radar) رادار پکې نصب وو د ټورپېډو اوبتل ضد او مارټ بېړۍ ضد توغندیو باندې مجهزې وې، همداسې د سمندر لاندې لټونکی سونار (Honeywell HELRAS dipping sonar) پکې موجود وو
Model 111
- د انګلستان د سمندري ځواک لپاره جوړه شوې چورلکه ده، ماشین یې (RTM322 engine) دی او (Blue Kestrel radar) رادار پکې نصب دی، د اوبو لاندې لټونکی سونار (Thomson Marconi FLASH dipping sonar) سېنسور پکې نصب دی
- Model 112
- د ایټالیا د سمندري ځواک چورلکه ده، د مخکې له مخکې د خبرتیا لپاره کار ترې اخیستل کیږي، رادار یې (Eliradar HEW-784 radar) دی
- Series 200
- د پوځي خدماتو لپاره چورلکه ده، وروسته برخه کې یې د بار کېدو لپاره ماېل پول نشته
- Series 300 Heliliner
- د ملکي خدماتو لپاره چورلکه ده، وروسته برخه کې د بار کېدو لپاره مایل پول نه لري
- Series 310
- په سمندر کې د تیلو د شرکتونو لپاره خو تر اوسه نه ده تولید شوې
- Model 410
- د ایټالیا د سمندري ځواک یې د ټرانسپورټ لپاره کاروي، لکۍ او څرخ یې د قات کېدو وړ دي، ټولې څلور تولید شوي
- Model 411
- د انګلستان هوایي ځواک یې کاروي ټولې ۲۲ چورلکې تولید شوي
- Model 413
- د ایټالیا ځانګړي ځواکونه یې کاروي تر نورو چورلکو یې برېښنایي سیستم پرمختللی دی
- Model 500
- وړاندیز شوی ډول، وروسته برخه کې د بار کېدو لپاره مایل پول هم لري
- Model 510
- د ملکي خدماتو لپاره چورلکه ده، وروسته د بار کېدنې لپاره پول هم لري، ټولې دوه چورلکې تولید شوي یوه یې د جاپان ښاري پولیس کاروي
- Model 511
- د کاناډا لپاره تولید شوې چورلکه ده، د لټون او ژغورنې لپاره کاریږي
- Model 512
- د دنمارک هوایي ځواک یې کاروي، اته چورلکې یې د لټون او ژغورنې لپاره او شپږ یې د پوځ د تکتیکي انتقال لپاره ځانګړې کړي
- Model 514
- د پرتګال هوایي ځواک شپږ چورلکې د لټون او ژغورنې لپاره کاروي
- Model 515
- د پرتګال هوایي ځواک دوه چورلکې کې کاروي
- Model 516
- د پرتګال هوایي ځواک څلور چورلکې د جګړې، لټون او ژغورنې لپاره کاروي
- Model 518
- د جاپان سمندري ځواک دوه چورلکې د ټرانسپورټ او ماین پاکونې لپاره کاروي
- Model 519
- د سپینې ماڼۍ لپاره جوړې شوي
- Model 610
- د الجیریا سمندري ځواک ته شپږ سپارل شوي
- Model 611
- د ایټالیا سمندري ځواک یې د جګړې په ډګر کې د لټون او ژغورنې لپاره کاروي
- Model 612 (SAR Queen)
- ناروې د لټون او ژغورنې لپاره د شپاړس چورلکو غوښتنه کړې
- Model 640
- د عربستان هوایي ځواک دوه چورلکې د وي وي ای پي خدماتو لپاره کاروي
- Model 641
- هند د د وي وي ای پي خدماتو لپاره غوښتې وې خو وروسته یادې چورلکې نایجریا او ازاربایجان باندې وپلورل شوې
- Model 642
- الجریا دوه چورلکې د وي وي ای پي خدماتو لپاره کاروي
- Model 643
- ترکمنستان ته دوه چورلکې د وي وي ای پي خدماتو لپاره سپارل شوي
- Merlin HM1
- د انګلستان سمندري ځواک یې کاروي
- Merlin HM2
- د انګلستان سمندري ځواک یې کاروي
- Merlin HC3
- د انګلستان هوایي ځواک یې کاروي
- Merlin HC3A
- د انګلستان او دنمارک هوایي ځواکونه یې کاروي
- Merlin HC3i
- د انګلستان سمندري ځواک یې کاروي
کارونکي هیوادونه
لاندې یې د کارونکو هیوادونو نوملړ او د کارونکو ځواکونو یادونه شوې
- الجریا
- د الجریا هوایي ځواک
- د الجریا سمندري ځواک
- کاناډا
- د کاناډا سلطنتي هوایي ځواک
- دنمارک
- د دنمارک سلطنتي هوایي ځواک
- اېندونیزیا
- د اېندونیزیا هوایي ځواک
- ایټالیا
- د ایټالیا هوایي ځواک
- د ایټالیا سمندري ځواک
- جاپان
- د جاپان سمندري ځواک
- د جاپان ښاري پولیس
- نایجیریا
- د نایجریا هوایي ځواک
- ناروې
- د ناروې هوایي ځواک
- پولنډ
- د پولنډ سمندري ځواک
- پرتګال
- د پرتګال هوایي ځواک
- عربستان
- د عربستان سلطنتي هوایي ځواک
- ترکمنستان
- د ترکمنستان هوایي ځواک
- انګلستان
- د انګلستان سلطنتي سمندري ځواک
پخواني کارونکي
- انګلستان
- د انګلستان سلطنتي هوایي ځواک
ځانګړنې
عامې ځانګړنې
- درې تر څلورو پورې سپرلۍ
- ظرفیت:
-
- ۲۶ سرتیري، ۳۸ عامه کسان او یا څلور ټنه وزن
- د ۳۰ سرتېرو لپاره سیټونه یا ۴۵ ولاړ سرتېري کوم چې په بشپړ توګه په وسلو مجهز وي یا ۵۵۲۰ کیلو ګرامه په الوتکې پسې زوړند وزن یا داخل کې بار ۳۰۵۰ کیلوګرامه وزن
- اوږدوالی : د تنې اوږدوالی یې ۱۹.۵۳ متره دی
- لوړوالی : ۶.۶۲ متره
- د خالي الوتکې وزن : ۱۰۵۰۰ کیلو ګرامه
- د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۴۶۰۰ کیلو ګرامه
- ماشینونه : درې (Rolls-Royce Turbomeca RTM322-01 turboshaft engines, 1,566 kW or 2,100 hp) ماشینونه لري
- سرعت : په یو ساعت کې ۲۷۸ کیلو متره او تر ۱۳۸۹ کیلو متره پورې تګ کولای شي
وسلې
- د ستینګ رې په نوم څلور ټورپېډو توغندي، د بېړۍ ضد اېم کې ۱۱
برېښنایي سیستم
-
- Smiths Industries OMI 20 SEP dual-redundant digital automatic flight control system
- Navigation systems:
- BAE Systems LINS 300 ring laser gyro, Litton Italia LISA-4000 strapdown attitude and heading reference system
- Radar:
- Selex Galileo Blue Kestrel 5000 maritime surveillance radar
- ECM
- Racal Orange Reaper ESM
- Sonar
- Thomson Marconi Sonar AQS-903 acoustic processor
- Active/passive sonobuoys
- Thomson Sintra FLASH dipping sonar array
Comments
So empty here ... leave a comment!