AHRLAC Holdings Ahrlac
نوم یې د (Advanced High Performance Reconnaissance Light Aircraft) لنډیز دی. د سوېلې افریقا وړې د بغاوت ضد او کشف الوتکې دي. جوړونکی شرکت یې (AHRLAC Holdings) دی. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۲۶ نېټه کړې. تر اوسه دوه لمړنۍ الوتکې جوړې شوي. د یوې الوتکې ارزښت ۱۰ میلیونه ډالر دی. سپکې وړې برید کوونکې او نور ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره کوونکې، د کم ارزښت لرونکې الوتکې دي. د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په ۱۳ نېټه یې په (Wonderboom Airport) هوایي ډګر کې نندارې ته وړاندې شوې او خپله دوېمه الوتنه یې وکړه د دوېمې الوتنې پر وخت بلې الوتکې څارلې تر څو یې د الوت په اړه کمپیوټر مالومات مستند کړي. په ۲۰۱۶ کې بوینګ شرکت اعلان وکړ چې په دې الوتکو کې همکاري کوي او د (AHRLAC) په نامه یې د برید لپاره پرمختللی ډول جوړوي. لمړۍ داسې الوتکه ده چې ټوله طرحه او د تولید پروسه یې په افریقا کې ترسره شوې.
یادې الوتکې کولای شي د برید کوونکو چورلکو ځای ونیسي. د څار، کشف او استخباراتو لپاره هم کارېدلای شي. کم ارزښت او سپکوالی، سپک مهمات او د الوتنې کم لګښت یې ټولې داسې ځانګړنې دي چې مارکېټ کې په اسانۍ د پلور لپاره ځای موندلای شي. په مارکیټ کې ممکن له سوپر توکانو کومې چې افغانستان هم پېرلي او بیچ کرفټ الوتکو سره سیالي وکړي او ځای نیونکې یې شي.
پیلوټان : یو پیلوټ یو څارونکی
اوږدوالی : ۱۰.۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۱.۹ متره
لوړوالی : ۴ متره
بې وسایلو وزن : ۲۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۸۰۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۰۴ کیلو متره
په یو ځل تر ۲۱۳۰ کیلو متره پورې الوتنه کولای شي او له ۷ تر لس ساعتو پورې هوا کې پاتې کېدای شي
له چېرې مهمات هم پکې وي له ۵۵۰ متره منډې وروسته الوتنه کولای شي
پاور پلنټ
Pratt & Whitney Canada PT6A-66 turboprop, 710 kW (950 shp)
د وسلو نښلولو لپاره ۶ ځایونه لري
وسلې :
ماشینداره
GI-2 20 mm cannon
توغندي
Mokopa anti-tank guided missiles
بمونه
Mk 81 250 lb. or Mk 82 500 lb. general-purpose bombs