Aichi D3A
د دوېمې نړیوالې جګړې جاپانۍ الوتکه وه، د جاپان سمندري ځواکونو کاروله او د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال یې تقریبا په هر عملیات کې کارولې. لمړۍ الوتکه وه چې امریکایان یې په فلپاین او پیرل بندر (Pearl Harbor) کې بمبار کړل. جوړونکی شرکت یې (Aichi Kokuki KK) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۸ په جنورۍ کې کړې، په کال ۱۹۴۵ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Imperial Japanese Navy) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۴۹۵ وو.
پیلوټان : یو پیلوټ او یو له ماشیندارې سره څارونکی
اوږدوالی : ۱۰.۲ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۴.۳۷ متره
لوړوالی : ۳.۸۵ متره
بې وسایلو وزن: ۲۴۰۸ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Mitsubishi Kinsei 44, 798 kW (1,070 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۸۹ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۱۴۷۲ کیلو متره
وسله : دوه مخکې فیر کېدونکې ۷.۷ اېم اېم ماشیندارې، یوه د انعطاف وړ ۷.۷ اېم اېم ماشینداره، یو د ۲۵۰ کیلو ګرامه او دوه ۶۰ کیلو ګرامه بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!