AIDC AT-3
د تایوان الوتکه ده. نوم یې په چینايي ژبه (自強) لیکل کیږي، د پیلوټانو د روزنې لپاره پرمختللې جیټ الوتکه ده او د چین هوایي ځواک یې کاروي. د ۱۹۸۴ او ۱۹۹۰ کلونو تر منځ د تایوان (Aerospace Industrial Development Corporation) شرکت د امریکا د (Northrop) شرکت په مرسته ټولې ۶۲ الوتکې تولید کړي. درې الوتکې یې د یوه پیلوت لپاره برید کوونکې جیټ وې. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۰ کال د سپټمبر په ۱۶ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۸۴ کې پیل شوې
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۲.۹ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۴۶ متره
لوړوالی : ۴.۳۶ متره
د وزرو سطحه : ۲۱.۹۳ متره
بې وسایلو وزن : ۳۸۵۵ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۷۹۴۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Garrett AiResearch TFE731-2 turbofans, 15.6 kN (3,500 lbf)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۹۰۴ کیلو متره
وسله :
د وزرو په څوکه کې دوه له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي نصب کیږي او د وزرو لاندې ۵ دمهماتو د نښلونې لپاره ځایونه لري په کومو کې چې تر ۲۷۲۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالوي، د خېټې لاندې دوه (50 cal machine guns) ماشیندارې لري
بمونه
Mk 82 500 lb bombs
Mk84 2000 lb bombs
Mk20 cluster bombs
راکټونه
5 in and 2.75 in rocket pods
توغندي
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
Sky Sword I and AIM-9P4
بېړۍ ضد توغندي
, HF-2 Mk 2 anti-ship missile
Comments
So empty here ... leave a comment!