Airborne Interception radar – د الوتکې د مخنیوي رادار
لنډیز یې (AI) ده. په الوتکه کې د کارېدونکي رادار سیستم لپاره د انګلستان اصطلاح ده. په الوتکه کې د رادار رول له هوا څخه په هوا کې د بلې الوتکې مخنیوی ده. یاد رادارونه په انګلستان کې د دوه ځواکونو (Royal Air Force and Fleet Air Arm night fighters ) لخوا کاریږي او د کارونې موخه یې د بلې الوتکې موقیعت پیدا کول او تعقیب ده. یاده اصطلاح ځینې وخت په نورو هېوادونو کې د ورته رادارونو لپاره هم کارېدلې.
په ۱۹۳۶ کې د (Bawdsey Manor research center) د څېړنو د مرکز یوه ټیم په دې کار پیل کړ چې څرنګه په الوتکه کې د رادار سیستم نصب کړي په همدې وخت کې په لمړي ځل په الوتکه کې د رادار لپاره انګرېزانو د (Airborne Interception radar) اصطلاح وکاروله. د دې ټیم د فکر پایله په الوتکه کې (Airborne Interception Mk. IV) رادار شو کوم چې له هوا څخه په هوا کې د بلې الوتکې تعقیب کوونکی د نړۍ لمړی رادار ګڼل کیږي او بلاخره د ۱۹۴۰ کال په جون کې پوځ په لمړي ځل وکاروه. په ۱۹۴۱ کې په (Bristol Beaufighter) الوتکو کې په پراخه کچه وکارېده. په دې وخت کې نازیانو پر انګلستان د (the Blitz) په نامه د شپې لخوا د هوایي بریدونو کمپاین پیل کړی وو او په الوتکو کې یاد رادار د نازیانو کمپاین ته د پای ټکی کېښود.
د الوتکې لپاره د رادار له جوړونې او نصب کولو وروسته یې په رادار کې (cavity magnetron) وکاروه کوم چې رادار کې د کوچنینو الیکترو مقناطیسي څپو د فریکوینسي (microwave frequencies) وړتیا اضافه کړه همداسې یې د رادار کچه وړه کړه. خپلو تولید شوو رادارونو ته یې عام نوم هم کارولی. په نړیواله کچه د (AI.24) رادار د (Foxhunter) په نامه پېژندل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!