Airbus A400M
د اروپا د پوځي ټرانسپورټ الوتکه ده، څلور ماشینونه لري، طرحه کوونکی شرکت یې (Airbus Military) وو او وسمهال د (Airbus Defence and Space) په نامه یادیږي. له هوا څخه د تکتیکي غورزونې او ستراتیژیکه وړتیا لري. د (Transall C-160 and the Lockheed C-130 Hercules) الوتکو ځای نیونکې ده. د ټرانسپورټ تر څنګ که چېرې مناسب وسایل پکې نصب شي د طبي مرستو او هوا کې د تیلو ورکوونې لپاره هم کارېدلای شي. لمړۍ الوتنه یې په ۲۰۰۸ کې پلان شوې وه خو د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر تر ۱۱ نېټې پورې وځنډېده، د ځنډېدو لامل یې د زیات لګښت له امله د پروګرام ځنډونه وه خو پېرودونکو یې د پروګرام مالي ملاتړ وکړ. د ۲۰۱۱ کال تر جولای پورې د ۸ هیوادونو هوایي ځواکونو د ۱۷۴ الوتکو غوښتنه کړې وه. لمړۍ الوتکه د فرانسې هوایي ځواک د ۲۰۱۳ کال په اګسټ کې ترلاسه کړې.
جوړونکی شرکت یې (Airbus Defence and Space) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په ۱۱ نېټه کړې، کارونه یې په ۲۰۱۳ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې جرمني، انګلستان، فرانسه او ترکیه دي. د ټولو تولید شوو شمېر ۷۶ ده، په ۲۰۱۳ کې د یوې الوتکې ارزښت ۱۵۲.۴ میلیونه یورو وو.
جرمني د ۶۰ الوتکو غوښتنه کړې وه خو وروسته یې د غوښتل شوو الوتکو شمېر ۵۳ ته کم کړ او تر اوسه یې ۲۲ الوتکې تر لاسه کړي، فرانسې د ۵۰ الوتکو غوښتنه کړې او ۱۴ یې ترلاسه کړي، هسپانیا د ۲۷ الوتکو غوښتنه کړې ۳ یې ترلاسه کړي، انګلستان د ۲۲ الوتکو غوښتنه کړې او ۲۰ یې ترلاسه کړي، ترکې د ۱۰ الوتکو غوښتنه کړې ۷ الوتکې یې ترلاسه کړي، بلجیم د ۷ الوتکو غوښتنه کړې، لوګزامبورګ د یوې الوتکې غوښتنه کړې، مالیزیا د ۴ الوتکو غوښتنه کړې او ۴ یې ترلاسه کړي.
پېښې
د ۲۰۱۵ کال د مې میاشت په ۹ نېټه د هسپانیا هوایي ځواک په لمړۍ الوتنه کې، له الوتنې لږ وروسته الوتکه وغورزېده، د هوایي ځواک څلور غړي پېښه کې مړه او دوه سخت ټپیان شول. په پېښه کې یوه ژغورل شوي کس د ماشین څو ځلې کار پرېښودنې په اړه راپور ورکړ.
ډولونه
A400M Grizzly
پنځه لمړنۍ الوتکې دي
A400M-180 Atlas
د تولید توپیر لرونکی ډول ده
پیلوټان: دوه پیلوټان، یو اضافي کس، او یو بار کوونکی
د وزن د انتقال وړتیا : تر ۳۷۰۰۰ کیلو ګرامه
د ۱۱۸ مجهزو سرتیرو له پراشوټ سره د انتقال وړتیا
همداسې ۲۵ ټپیان، ناروغان او یا هر ډول اغیزمن له ۶۶ نورو کسانو سره انتقالولای شي
د حمل لپاره ځای ۴ متره سور لري، ۳.۸۵ متره لوړوالی لري او ۱۷.۷۱ متره اوږدوالی لري
اوږدوالی : ۴۵.۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۴۲.۴ متره
لوړوالی : ۱۴.۷ متره
د وزرو سطحه : ۲۲۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۷۶۵۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۲۰۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۴۱۰۰۰ کیلو ګرامه
د تیلو ظرفیت : ۵۰۵۰۰ کیلو ګرامه داخل کې تیل
پاور پلنټ : څلور ماشینونه او هر یو Europrop TP400-D6 turboprop, 8,200 kW
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۷۸۱ کیلو متره
Comments
So empty here ... leave a comment!