Airbus CityAirbus – اېربس سیټي اېربس
اېربس سیټي اېربس
د څو هېوادونو ګډه پروژه ده او اېربس هیلیکوپټرز شرکت کار پرې کوي. موخه یې په عمودي توګه ناسته او الوت کوونکې برېښنایي الوتکه جوړول دي. یو پیلوټ او څلور مساپرو ته پکې ځای جوړ شوی خو پلان داسې دی چې په بشپړ توګه خودمختاره او بې پیلوټه شي.
تر دې مخکې هم د ښاري هوایي بس او ټکسي پروژو باندې کار شوی لکه د سینګا پور ملي پوهنتون چې په بې پیلوټه هوایي الوتکې کار کړی، همداسې واهانا اې۳ کومه چې د یوه کس لپاره بې پیلوټه چورلکه ده، بله یې اې۳ ووم په نوم یادیږي.
په ۲۰۱۵ کال کې چې کله د اېربس سیټي اېربس پروژې باندې چاره پیل کېده تر ټولو لمړی یې د تولید لګښت، د سفر لګښت او خوندیتوب ته پام وشو. د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې یې بشپړ ازموینې ترسره شوې. سوداګریز تولید او د کارونې تصدیق یې ۲۰۲۳ کال ته ځنډول شوی وو. برېښنایي، تېرمل ډاینامېک او میکانیکي سیستمونه یې له نصب کېدو مخکې په ۲۰۱۸ کال کې ازمویل شوي وو.
لمړۍ جوړښتي برخې یې اېربس تولید کړي. لمړۍ د ازموینې الوتنې ته د ۲۰۱۹ کال د مې په ۳ نېټه چمتو شوه او خپله بریالۍ الوتنه یې ترسره کړه. د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په ۳۱ نېټه یې له ډوناورت تر مېشاګان پورې یې الوتنه ترسره کړه. له تولید وروسته یې ټولې ۲۴۲ الوتنې کړي او په ټولو الوتنو کې یې ۱۰۰۰ کیلومتره واټن وهلی دی.
د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې یې د سیټي اېربس پروژه اپډېټ شوه. په نوې طرحه کې یې د باثباته وزرو، د V شکل کې لکۍ موجود دي. تر څلورو پورې کسان په اتیا کلیومتره واټن کې انتقالولای شي. د دوېمې طرحې تصدیق یې ۲۰۲۳ کال ته ځنډول شوی او لمړۍ الوتنه یې په ۲۰۲۵ کال کې پلان شوې.
ځانګړنې
- پیلوټ : یو
- سپرلۍ : تر ۲۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لرونکي څلور کسان
- اوږدوالی : ۸ متره
- د وزرو پراخوالی : ۸ متره
- د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۲۰۰ کیلو ګرامه
- ماشین : اته په افقي توګه نصب شوي پکې ته ورته څرخونه هر یو یې ۱۰۰ کیلو واټه یا ۱۳۰ هارس پاوره ځواک تولیدوي
- سرعت : په ساعت کې ۱۲۰کیلومتره
Comments
So empty here ... leave a comment!