Airbus Helicopters VSR700 – اېربس هیلیکوپټرز وي اېس ار ۷۰۰
د کشف لپاره بې پیلوټه چورلکه ده. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۸ نېټه ترسره کړې. تولید شوې خو کارونې ته تر اوسه نه ده سپارل شوې. د طرحې بنسټ یې د کبري جي ۲ چورلکې دی. د تولید لپاره یې تړون د فرانسې سمندري ځواک په ۲۰۱۷ کال کې له اېربس هیلیکوپټرز شرکت سره لاسلیک کړی. د فرانسې له (Mistral-class amphibious assault ship) بېړۍ او جنګي بېړیو عملیات ترسره کولای شي.
ځانګړنې
- د وزن ظرفیت : تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې توکي انتقالولای شي
- اوږدوالی : ۶.۲ متره
- سور : ۱.۲۴ متره
- لوړوالی : ۲.۲۸ متره
- د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۷۰۰ کیلو ګرامه
- د تیلو ظرفیت : ۱۸۵ لیتره
- ماشین : یو (Thielert Centurion 2.0 diesel engine) ماشین پکې نصب دی
- سرعت : په ساعت کې ۲۲۰ کیلو متره
Comments
So empty here ... leave a comment!