Airbus Helicopters X6 – اېر بس هیلیکوپټرز اېکس ۶
د اېر بس شرکت جوړ کړی ډېزاین دی. اېربس شرکت غواړي چې د نهو کسانو لپاره دا چورلکه جوړه کړي او د اېر بس هیلیکوپټرز اېچ ۲۲۵ چورلکې کارونکو باندې یې وپلوري تر څو هیلیکوپټرز اېچ ۲۲۵ چورلکې تقاوت کړي او نوې ترلاسه کړي.
چورلکې په مارکېټ کې د ګاز او تیلو د شرکتونو لپاره پام کې نیول شوې وې، همداسې طرحه کې یې د لټون او ژغورنې لپاره هم د تولید ډول موجود وو. مارکېټ ته د وړندې کېدو لپاره پلان یې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال ترمنځ وو. د تولید د لګښت لپاره د اروپا کمیسون هم ۳۷۷ میلیونه یورو د اتو کلونو لپاره د پور په څېر ورکړې وې. د اروپایي کمیسون لخوا پور کې ۳۳۰ میلیونه یورو د فرانسې او ۴۷.۲۵ میلیونه یورو د جرمني لخوا منل شوې وې.
که چېرې تولید شي نو په سوداګریزو الوتکو او چورلکو کې به لمړۍ چورلکه وي چې د الوتنې د کنټرول سیستم یې په سیم کیږي اود پیلوټ لخوا په لاس نه ترسره کیږي. همداسې به یې غږ او لړزه تر هرې بلې چورلکې کم وي. تر هرې بلې درندې چورلکې به یې د تیلو لګښت ۱۵-۲۰ % کم وي.
په ۲۰۱۸ کې یې د تولید چارې ودرول شوې. د تولید چارو د بندېدو لامل یې د ماشین تولید کې ځنډ او د سیم په ذریعه د الوتنې کنټرول کې ستونزې وې. له بلې خوا شرکت ګمان کوه چې اېر بس هیلیکوپټرز اېچ ۲۲۵ چورلکې به زړې او تقاوت ته اړتیا وي خو د تقاوت کېدو په ځای یې کارونکو د ۴۴ نورو چورلکو غوښتنه ترې وکړه. همداسې د تیلو او ګازو شرکتونه هم خپل مارکېټ ته کتنه کوي او د ګټې لیدو وروسته په نوو چورلکو او وسایلو پانګونه کوي. کوم پور چې د اروپا کمیسون ورکړی تر اوسه په خپل حال پاتې دی او که چېرې د چورلکې چارې پیل شي نو کارولی یې شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!