AIRPASS
د (Airborne Interception Radar & Pilot’s Attack Sight System) لنډیز ده او مانا یې په الوتکه کې د الوتکې د مخنیوي رادار او د برید لپاره د پیلوټ د لید سیستم ده. د رادار نوم ده د انګلستان (Ferranti) جوړ کړی. په سیستم کې د الوتکې د مخنیوي رادار سیستم (airborne interception radar) او د فیر کنټرولونکی رادار سیستم (fire-control radar system) موجود وو. لمړی تولید یې د نړۍ لمړی مونوپولس رادار سیستم (monopulse radar system) ګڼل کیده – مونوپولس رادار سیستم د راډیو اضافي کوډ شوې څپې کاروي. همداسې د لید لپاره یې د مالوماتو ښودونکې پاڼې (head-up display) ته نښان اخیستنه کې مرسته کوله.
د سیستم په اړه رسنیز خبر د ۱۹۵۸ په جون کې خپو شو او په ۱۹۶۰ لسیزه کې الوتکو وکاروه. سیستم ته په بنسټیزه توګه له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي (de Havilland Firestreak air-to-air missile) توغندي سره تړاو ورکړل شوی وو. فېرانتي شرکت اېرپاس سیستم د سکاټلنډ په (Edinburgh) جوړ کړی. په ۱۹۶۰ کې د انګلستان په (English Electric Lightning) الوتکو کې نصب شو. د رادار د تولید د بل ډول نوم (AIRPASS II, or Blue Parrot) ده کوم چې وروسته په (Blackburn Buccaneer) کې نصب شو. د رادار سیستم کې دا وړتیا شته وه چې د دشمن الوتکه پیدا کړي. د پیدا کولو لپاره یې د لټون او تعقیب اتومات سیستم لره. وزن یې تقریبا ۹۰ کیلو ګرامه وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!