Airship – هوایي بېړۍ

هوایي بېړۍ د اېرو ستات ځواک کارونکی ازاد تګ کوونکی ډول دی او د اداره کولو، کنټرول یا لارښونې وړ وي. درې ډولونه لري کلکه بېړۍ (rigid)، نیمه کلکه بېړۍ (semi-rigid) او نرمه بېړۍ (non-rigid). په کلکه بېړۍ کې د بهرني پوښ لاندې کلک چوکاټ موجود وي او پوښ ته یې ګاز نه بلکې چوکاټ شکل ورکړی وي، په نیمه کلکې بېړۍ کې نیم چوکاټ کارېدلی وي او پورته او لاندې خوا یې نرمه وي، په نرمه بېړۍ کې د هوايي بېړۍ شکل ګاز جوړ کړی وي.
 
د کلکې بېړۍ د چوکاټ په منځ کې د ګاز بالون وي. که چېرې د ګاز له بالون څخه ګاز خالي هم شي بهرنی چوکاټ یې د بېړۍ شکل ساتي او په شکل کې یې کوم توپیر نه راځي. له نرمې هوایي بېړۍ که چېرې ګاز ووځي خپل شکل له لاسه ورکوي. په ځینو بېړیو کې له ګاز پرته د اېروډاینامیک اضافي لېفټ کاریږي لکه واړه وزرونه، لکۍ تر څو افقي خوځښت وکړای شي. کوم ډولونه یې چې د اېرو ډاینامیک یاد شوی جوړښت کاروي په انګرېزۍ کې د (hybrid airships) په نامه یادیږي.

هوایي بېړۍ ته د مدیریت وړ یا هدایت کېدونکی بالون هم وایي. د ایروستات یو ډول دی. په داخل کې له هوا څخه په سپک ګاز ډک وي او د همدې ګاز په مرسته الوتنه کوي. مخکې په هوایي بېړیو کې د هایډروجن ګاز کارېده او لامل یې سپکوالی، ښه الوتنه او په اسانۍ پیدا کېدنه وه. هیلیوم ګاز هم تقریبا د هایډروجن په اندازه سپک دی او د سپکوالي تر څنګ د اور اخیستو وړتیا نلري خو د هایډروجن په پرتله کم پیدا کېدونکی او قیمته دی. د هیلیوم زیاته اندازه په متحده ایالتونو کې موندل شوې او په همدې هیواد کې تر نورو زیات په هوایي بېړیو کې کارېدونکی ګاز دی. له ۱۹۶۰لسیزې را په دیخوا په ډېرو هوایي بېړیو کې د هیلیوم ګاز کارېدلی خو په ځینو کې ګرمه هوا هم کارېدلې.
 
د هوایي بېړۍ په داخل کې یوازې یوه د هوا کیسه وي او یا هم د هوا کیسه یې د ګاز له وړو حجرو جوړه شوې وي. په هوایي بېړۍ کې انجن هم موجود وي، سپرلۍ پکې وي او د توکو د انتقال لپاره هم ځای لري. هوایي بېړۍ درې عمده ډولونه (non-rigid, semi-rigid, and rigid) لري. د (non-rigid) ډول ته یې (blimp) نوم هم اخلي په دې ډول بیړیو کې کیسه یوازې په ګاز پړسېدلې وي او کیسه یو نرم پوښ لري، دوېم ډول (semi-rigid) یې د ګاز په فشار پړسېدلې وي کیسه او د کیسې پوښ وي خو نیم پوښ یې جامد جوړښت لري لکه د هوایي بېړۍ څوکه او لاندې برخه کې، درېم ډول (rigid) یې په ګاز پړسېدلې کیسه لري خو کیسه یې یو جامد جوړښت پوښلي وي او د زیات وزن پورته کولو لپاره په داخل کې د ګاز څو حجرې لري. درېم ډول یې په لمړي ځل (Count Zeppelin) جوړه کړې او تولید ته یې ادامه ورکړې او له همدې امله ورته (Zeppelin) نوم هم اخلي.
 
هوایي بېړۍ لمړۍ الوتکې وې کومو کې چې د هدایت وړ سستم وکارېده. له ۱۹۴۰لسیزې مخکې یې کارېدنه د مختلفو موخو لپاره ډېره عامه وه. کله چې په الوتکو کې وړتیاوې زیاتې شوې نو د هوایي بېړیو کارونه کمه شوه. د کمېدو دوېم لامل یې بې شمېره پېښې وې.
 
Zeppellin NT amk
Zeppelin NT. Image by AngMoKio

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons