Aksum – اکسوم
په شمالي ایتوپیا کې تاریخي ښار ده. په ۷۰۰۰ فټه (۲۱۰۰ متره) لوړه کې د ادوا لوېدیځ لور ته پروت ده. پخوا د اکسوم سلطنت مرکز وو خو اوسمهال مذهبي او د سیلانیانو مرکز ده. د ګرانایټ هرم ته ورته لوړې منارې پکې موجودې دي نیمې ماتې غورزېدلي او نیمې تر اوسه ولاړې دي اوږدوالی یې ۱۲۶ انچه ده، یوازې یوه یې ۱۱۰ فټه (۳۴ متره) اوږده ده چې اوسمهال غورزېدلې. په ځینو منارو کې د کړکۍ او دروازو شکلونه هم شته.
یادې منارې کله چې سیمه کې په څلورمه پېړۍ کې عیسویت خپور شور پاچا په خپله سیمه کې دا منارې نصب کړي یوه یې د درېمې پېړۍ مناره ده چې تر ټولو زړه ګڼل کیږي. او په ۱۹۳۷کې ایټالوي پوځ چور کړې وه خو په ۲۰۰۵ کال کې د ایټالیا حکومت بېرته ایتوپیا ته ورکړه.
اکسوم د ایتوپیا د ارتوډوکس عیسویانو لپاره یو سپېڅلی ښار ده. په ښار کې یو هوایي ډګر، روغتون او یو روغتیا مرکز هم شته په ۲۰۰۶ کې یې نفوس ۴۷۳۰۰ وو.