Albera cattle – البېرا غوییز
د وړو غوییزو نسل دی. نسل یې د البېرا غره سیمه کې اخیستل شوی. البېرا غر د فرانسې کتالونیا او د هسپانیا جیرونا ولایت سره جلا کوي. له سړو سره ډېر زیات مقاومت لرونکي خو له تودوخې سره حساس او زیان مننونکي دي. په غریزو سیمو کې له ژوند سره بلدتیا لري. البېرا غوییز له انسانانو سره کمه اړیکه لري، نیمه وحشي د غوییزو نسل دی. غواګانې یې د خپلو خسکیانو لپاره هم کافي شیدې نه تولیدوي. هر دوه کاله پس د بلاربېدو وړتیا لري. یاد غوییز په ځنګلونو کې د لاندې یا د ځمکې پر سطحه وښو پاکولو لپاره کاریږي تر څو ځنګلونو کې د اور مخنیوی پرې وشي.
مخینه
په البېرا غرونو کې د غوییزو د نسل شتون له نهمې پېړۍ موجود وو خو په لیکلې بڼې یې یادون په ۱۹۵۷ کې شوی. په هغه وخت کې د نسل درې فرعي ډولونه د ځانګړنو له مخې سره جلا شوي وو. اوسمهال یې نسل کې دوه فرعي ډولونه یاد شوي د تېز خیره رنګ نېګرا غوییز او فاجینا یا روښانه زېړ رنګه غوییز. په ۱۹۹۹ کې جنتیکي ازموینې وشوې او پایله کې یې د روښانه زېړ رنګ غوییز د نېګرا په پرتله له برونا دو لوس پېرینیوس غوییزو سره په جنتیکي توګه نږدې تړاو لرونکي وو.
د البېرا غوییزو لپاره د (Associació de Ramaders de la Vaca de l’Albera) په نوم اداره په ۲۰۰۸ کال کې جوړه شوه، د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۱ نېټه البېرا نسل په رسمي توګه نسل وپېژندل شو. په ۲۰۱۴ کال کې د البېرا نسل ټول ۷۶۳ غوییز پاتې وو، په یاد شمېر کې ۱۴۵ سخندر او نورې غواګانې وې.
Hi there, I found your web site via Google while looking for a related topic, your web site came up, it looks great. I’ve bookmarked it in my google bookmarks.