Alderney cattle – الډېرني غوییز

په اوسمهال کې له منځه تللی، د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل وو. د انګلستان د ټاپوګانو د الډرني سیمې نسل دی. په دې سیمه کې ټول د غوییزو درې نسلونه اخیستل شوي نور دوه نسلونه یې ګېرنزي او جېرزي غوییز دي.


مخینه
د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان ټاپوګانو ته غوییز په لسمه او یولسمه پېړۍ کې انتقال شوي. په ۹۶۰ کې کله چې د نورماندي لمړي ریچارډ د مو سنت میشېل راهبان سیمه ته ولېږل تر څو له ټاپو مېشتو خلکو سره مرسته وکړي چې د ځان امنیت له سمندري غلو وساتي په همدې وخت کې غوییز هم ور انتقال شوي. لمړي غوییز په هغه وخت کې د کاري موخې او شیدو لپاره کارېدل. وروسته چې کله د اسونو کارېدنه د کاري موخې لپاره پیل شوه غوییز یوازې د شیدو لپاره ساتل کېدل.

په ۱۷ پېړۍ کې له ټاپو ګانو د لوی شمېر غوییزو صادرېدل انګلستان ته پیل شول. ټولو صادرېدونکو غوییزو ته د الډرني نوم کارېده. د ۱۷۷۰ لسیزې په اوږدو کې د الډرني په نوم هر کال تر ۹۰۰ پورې غوییز انګلستان ته صادرېدل د کومو چې لویه برخه د جېرزي ټاپو غوییز وو.

وروسته له الډرني غوییزو د انګلستان نور دوه رګه نسلونه ترلاسه شول لکه د سوېل ډیون او اېرشېر غوییز. په دوېمه نړیواله جګړه کې یو شمېر الډرني غوییز ګېرنزي ټاپو ته انتقال شو د کومو چې نسل له ګېرنزي غوییزو سره ګډ شوی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons