Alençon – الانسو
الانسون د فرانسوې په شمال لوېدیځ کې د نورماندي سیمې یو ښار ده. د (Sarthe) او (Briante) سیندونو په تقاطع کې واقع ده. چهارچاپېره یې لرګیزې یا لرګي لرونکې غونډۍ موجودې دي. دوه ډوله د ورېښمو او کاټن تار (tulle and lace) زیات پکې تولیدیږي کوم چې په ۱۷ پېړۍ کې د ایټالیا له ونیس ښار څخه په لمړي ځل دې سیمې ته وارد شوی وو.
په یاده سیمه کې کلا ته ورته ماڼۍ هم شته کومه چې په ۹۱۱ کې جوړه شوې، یاده کلا د الانسون مرکز وو، په کال ۱۰۴۸کې د نورماندي وېلیم (William of Normandy) لاسته ولوېده، په کال ۱۵۴۹ د فرانسې د پاچا تر واک لاندې شوه او اوسمهال یې یوازې د کنډوالو برخې پاتې دي. د دې ماڼۍ د ناستې پاستې په خونو کې محکمې جوړې شوې وې. په دې سیمه کې په کال ۱۹۴۴ کې زیات بمبار وشو خو د د منځنۍ پېړیو (Maison d’Ozé) او د ۱۸ پېړۍ د ښار صالون پکې بې زیانه پاتې شو.
د سیمې اوسنی صنعتي پرمختګ برېښنایي او د پلاستیک تولید ده. الانسون اداري مرکز ده او د (University of Caen) پوهنتون یوه څانګه هم لري. د نورماندي په زړه کې پروت ده، د سیلانیانو مرکز ده خو د ورتلونکو سیلانیانو شمېر کم ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!