Alenia C-27J Spartan
د ټرانسپورټ پوځي الوتکه ده. د (Leonardo) شرکت وېشل شوې څانګې طرحه کړې، تر ۲۰۱۶ کال پورې یې د شرکت نوم (Alenia Aermacchi) وو. د (G.222) پخوانیو الوتکو پر مختللې طرحه ده، په متحده ایالتونو کې یې د (C-27A Spartan) په نامه یادوي. د ټرانسپورټ تر څنګ د سمندري ګزمې، ژغورنې، لټون، څارنې او کشف لپاره هم کاریږي. ځینې یې د برید وړتیا هم لري. د متحده ایالتونو هوایي ځواک د لنډې مودې لپاره وکارولې او په ۲۰۱۲ کال کې یې تقاوت کړې خو وروسته یې د (U.S. Coast Guard and United States Special Operations Command) لپاره ځانګړې کړې.
لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۹ کال د سپټمبر په ۲۴ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۰۶ کال په اکتوبر کې پیل شوې، بنسټیز کارونکي یې استرالیا، ایټالیا او متحده ایالتونه دي. د ۲۰۱۸ کال تر مې میاشت پورې د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۰۱ وو. د یوې الوتکې ارزښت ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر ده.
د استرالیا، بلغاریا، چاډ، یونان، ایټالیا، کینیا، لیتوانیا، مراکش، مکسیکو، پېرو، رومانیا، سلواکیا، ترکمنستان، متحده ایالتونو او زامبیا هوایي ځواکونو ترلاسه کړي.
پیلوټان: دوه پیلوټان، یو بار کوونکی، همداسې ۶۰ مجهز سرتیري، یا ۴۶ پراشوټ لرونکي سرتیري، او یا د طبي مرستې لپاره ۳۶ اغیز من او ۶ طبي کار کوونکي
د توکو د انتقال لپاره ځای یې ۳.۳۳ سور او ۲.۲۵ متره لوړوالی لري
اوږدوالی : ۲۲.۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۸.۷ متره
لوړوالی : ۹.۶۴ متره
د وزرو سطحه : ۸۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۷۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۰۵۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Rolls-Royce AE2100-D2A turboprop, 3,460 kW
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۶۰۲ کیلو متره
Comments
So empty here ... leave a comment!