Algerian ribbed newt – د الجزایر پوښتۍ لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Pleurodeles nebulosus) دی. په تونس او الجزایر کې پیدا کیږي. په ډنډونو او وړو سیندونو کې د کال یوه برخه تېروي. اوږدوالی یې تر ۲۳ سانتي متره پورې رسیږي. ګرد شوی پوز، هوار سر، وړې سترګې لري. تنه یې پراخ شوی سور لري او د نر لکۍ یې د ښځې په پرتله اوږده وي. د ملا رنګ یې زیتونو ته ورته نسواري او د ګېډې زېړ رنګه خړ وي. ګېډه کې یې د تېز رنګ خاپونه موجود وي. د ملا پوستکی یې زیږوالی لري.

د الجزایر په شمال ختیځ کې او د تونس په لویدیځ سیمه کې پیدا کیږي. د تازه اوبو په مختلف ډوله ډنډونو کې د مثل تولید کوي. تر ټولو لوی ګواښ ورته د چاپېریال ککړتیا ده، دوېم ګام کې په لویه کچه طبیعي چاپېریال د کرنې لپاره کارول او د ژوند لپاره یې چاپېریال د څارویو په څرولو ویجاړول دي.

مخکې یې د پوایرېټ تریتون سره توپیر نه وو شوی خو په ۲۰۰۴ کال کې کارانزا او وېډ دا وموندله چې له یاد ډول سره توپیر لري او د جلا ډول په توګه ډلبندي شول.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل پلوروډېلز

Sidebar



Share
Hide Buttons