All-in professional wrestling
په انګریزۍ کې ورته د (All-in wrestling) اصطلاح هم کاریږي. په انګلستان کې (catch wrestling) ریسلینګ ته ورته د مسلکي ریسلینګ پیل وو. په ۱۹۳۰ کال کې د (All-In rules) په نامه باندې پیل شو – په دې مانا چې له هېڅ ځایه نیول پکې منع نه وو. وروسته (All In) نوم د داسې ریسلینک مترادف یا هم مانا نوم شو کوم کې چې د ریسلر لپاره هېڅ قانون نشته وو، د قانون د نشتوالي له امله په ۱۹۳۰ لسیزه کې په دې ډول ریسلینګ ډېرو سیمه ایزو چارواکو نیوکې پیل کړې، پایله کې ریسلینګ ته وده ورکونکي په ۱۹۴۷ کې اړ شو چې انګلستان کې (All In) نوم په (Mountevans rules) بدل کړي. دوېم نوم یې د سمندري پوځ د یوه افسر نوم دی څوک چې د ریسلینګ مینه وال او د قانون لپاره یې د کمیټې جوړونکی وو تر څو د چارواکو د نیوکو مخه ډب کړي او له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته بیا ځلې د ریسلینګ قانوني کېدو ته لار هواره کړي.
مخینه
د اووم ایډوارډ پاچا دور کې د انګریزانو ترمنځ ګریکو رومان ته ورته ریسلنک زیات دود وو خو د لمړۍ نړیوالې جګرې له امله کم او وروسته یې تمرین پای ته ورسېده. وروسته د ریسلینګ مینه والو د ریسلینګ مختلف ډولونه د قانوني سپورت په توګه پیل کړل خو تر ۱۹۳۰ لسیزې پورې یې د تبلیغاتي سوداګرۍ په توګه پیل نه وو شوی.
په ۱۸۹۰ لسیزه کې امریکایانو د (gimmickry and showmanship) ریسلینګ پیل کړی وو کوم چې له نړیوالې جګړې وروسته انګلستان کې هم دود شو. همدې ریسلینګ ته د (All-in wrestling) نوم ورکړل شو او لمړي لوبغاړي پکې د ریسلینګ مینه وال او ریسلینګ ته وده ورکونکي (Sir Atholl Oakeley and Henry Irslinger) وو، دواړه د ریسلینګ لپاره په رسمي دنده دلوبغاړو په توګه وګمارل شول. اوکلې ادعا کوله چې ریسلینګ یې قانوني بڼه لري خو د وخت پرو ریسلینګ پرېس یې ادعا باندې شک لره. په ۱۹۳۰ لسیزه کې یې یوازې د لندن ښار کې تر ۴۰ پورې دوامداره لوبې وکړې، د وخت له تېرېدو سره د ریسلرانو د کیفیت په ځای شمېر ډېرولو ته زیات پام واوښت، د مسلکي کسانو له کمښت سره سره په ورته وخت کې ریسلینګ ته وده ورکوونکو په ریسلینګ کې د چوکیو او نورو توکو کارول هم پیل او قانوني کړل. څه وخت وروسته د خټو میدان او ښځینه ریسلرانې هم د رسلینګ برخه شوې.
د ۱۹۳۰ لسیزې پای کې له دوېمې نړیوالې جګړې مخکې د لندن ښاري شورا (London County Council) مسلکي ریسلینګ بند کړ او جوازونه یې هم ورته لغوه کړل. وروسته د پاچایي قاضي هم بیانه خپره کړه او ویې ویل چې ریسلینګ سپورت نه وو. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته په کال ۱۹۴۷ کې بیا ځلې هڅه وشوه چې ریسلینګ بېرته پیل شي خو هڅې ناکامې وې. له ناکامو هڅو وروسته سملاسي د (Admiral Lord Mountevans and Commander Campbell) په نامه د سمندري پوځ افسرانو، د پارلمان غړی او د اولیمپیک د ریسلینګ لوبغاړی (Maurice Webb) کمیټه جوړه کړه تر څو ریسلینګ ته قوانین وټاکي او بېرته یې په سوداګریزه توګه فعال کړي. اوسنی نوم یې او تر ټولو وروستی نوم یې انګلستان کې ( Modern Freestyle) ریسلینګ دی.
Comments
So empty here ... leave a comment!