Allmogekor – الموجکور غوییز

د سویډن د غوییزو سیمه ایز نسل دی. د نوم مانا یې “کلیوال غوییز” ده. نسل یې مختلف ډولونه لري. د بوهوسکولا، رېنګامالاکو او وانېکو ډولونه په جلا کتاب کې راجستر کیږي. د فیالنارا ډول یې په جلا کتاب کې راجستر کیږي. د روډکولا ډول یې جلا د یادون کتاب لري. د الموجکور نسل ټول ډولونه ډېر کم پاتي او د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

د نسل مختلف ډولونه یې د مختلفو موخو لپاره کارېدل لکه د کاري موخې لپاره، د شیدو او غوښې لپاره. اوسمهال عصري نسلونه په درېواړو موخو کې له یادو غوییزو ښه او ګټور دي او له همدې امله یاد غوییز څوک نه ساتي. د جېن په بانکونو کې د کلتوري میراث په توګه ساتل شوي. د وښو د مدیریت لپاره تر ډېره کاریږي. همداسې ځینې کورنۍ یې د کورني ژوي په توګه ساتي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons