Aló Presidente – سلام ښاغلیه ولسمشره

په انګریزۍ کې یې مانا (Hello, Mr. President) ده. د خبرو اوږد پروګرام وو. میزبان یې د وینزوېلا پخوانی ولسمشر ( Hugo Chávez) وو. د وېنزوېلا په راډیو چینلونو کې، دولتي تلویزیون او وېنې زولانا دو تلویزیون کې د یکشنبې په ورځ له سهار یولس بجو تر دولس نیمو بجو خپرېده. په ۲۰۰۹ کې یوې سروې دا وموندله چې تقریبا ۶۱ % د وینزوېلا خلکو دا پروګرام د تلویزیون له لارې کته او یا یې د راډیو له لارې په دوامداره توګه اورېده. د بولیوریا د انقلاب د ملاتړ لپاره په وزېنزوېلا او بهر کې ځواکمنه وسیله ګڼل کېده همداسې یې د چاوېستا د سوسیالیستي ایډیالوجي ته هم وده ورکوله.

پخوانۍ ولسمشر اونۍ کې څو ځله په تلویزیون را څرګندېده خو دا پروګرام یوه ځانګړې موقع وه تر څو د رخصتي په ورځ تر ډېرو کورنیو پورې خپله وینا ورسوي. کله به چې له هیواده بهر هم وو پروګرام یې خپرېده لکه ګوتمالا، کیوبا، ارجنټینا، د دومینیکان جمهوریت او برازیل کې.

په پروګرام باندې د تولید د کم ارزښت له امله، د اعلامیو له امله، د ګډون کوونکو لخوا تصادفي ګډون له امله نیوکې هم کېدې.


مخینه
په ۱۹۹۹ کې پیل شوی پروګرام وو. تقریبا تر یو ساعت یې زیات دوام کوه. موخه یې په مستقیمه توګه د خلکو له ولسمشر سره اړیکه کې کول وو. لمړۍ خپرونه یې د ۱۹۹۹ کال د مې په ۲۳ نېټه ترسره شوې. له ۲۰۱۱ جون ۵ تر ۲۰۱۲ کال جنوري ۸ نېټې پورې خپرېدنه بس شوه او لامل یې د ولسمشر سرطان او په کیوبا کې د سرطان درملنه وه. تر ډېره یې موضوع د امپریالېزم، کپیټلېزم او بهرنۍ لاسوهنه محکومول او غندنه وه. له دې پرته یې موضوع داخل کې مخالف سیاستول افشا کول وو. جورج ډبلیو بوش ته یې د (Míster Danger) لقب ورکړی وو کوم چې د وېنزوېلا په یوه داستان (Doña Bárbara) کې د بدمعاش رول لري.


بڼه او نفوذ
په پیل کې د ټیلیفون له لارې خلکو خپل خپګان له ولسمشر سره شریکوه او سیاسي بحث یې ورسره کوه. د وخت له تېرېدو سره ولسمشر جذب کوونکی، استاد، پوښتونکی، هڅونکی او په تفریحي موضوع ګانو کې د نورو سرګرمه کوونکی شو. د پروګرام د خبرو موضوع تر جغرافې، تاریخ، فلسفې او تدریس پورې پراخه شوه. وروسته میوزیک هم ملتیا ورسره کوله او ولسمشر به د خپرونې لپاره له مختلفو سیمو را څرګندېده. ډېری وخت به وزیران هم په خپرونه کې حاضر وو او ولسمشر به ترې د هرې موضوع په اړه پوښتنې کولې. حتا د پوځي پالیسي پرېکړې یې په انلاین بڼه په تلویزیون کې کولې. بله موضوع چې تلویزیون کې په څرګنده پرې له ولسمشر سره د وزیرانو بحث کېده د متحده ایالتونو بهرنۍ پالیسي وه. له خپرونې وروسته به ډېری وخت خبریالان بهر وتل او له خلکو به یې پوښتنه کوله چې خپرونه یې ولیده او که نه ؟ د ډېری خلکو ځواب به هو وو.

د ولسمشر جامې به یا سور ټي شرټ وو او یا به په پوځي جامه کې وو او یا به یې د چیګوارا بارېت په څېر جامې اغوستې وې.

وروسته د لاتیني امریکا نورو هیوادونو هم ورته پروګرامونه پیل کړل چې په دې کې بولیویا، ایکوادور، سلوادور هم شامل دي او (Evo Morales, Rafael Correa, and Mauricio Funes) ولسمشرانو ګډون پکې کوه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons