Altamira – التامیره
د هسپانیا په شمال کې سمڅه یا غار ده په کوم کې چې پر دیوالونو له تاریخ نه وړاندې انځورګري شوې. په کانتابریا ولایت کې له سانتاندېر ښار څخه ۱۹ مایله (۳۰ کیلو متره) لوېدیځ لور کې واقع ده. په ۱۹۸۵ کال کې یونیسکو د نړۍ د تاریخي سیمو په نوملړ کې ثبت کړې.
په ۱۸۶۸ کې یوه ښکاري پیدا کړه او په ۱۸۷۶ کې دې سمڅې ته یو سیمه ایز د اشرافو غړی (Marcelino Sanz de Sautuola) ورغی او په ۱۸۷۹ کې همدې سیمه ایز اشرافي غړي پرېکړه وکړه چې بېرته سمڅې ته وګرځي او کنده پکې ووهي کله یې چې کنده ووهله نو هډوکي او له ډبرو جوړ شوي توکي یې وموندل. په لمړي ځل یې له ځان سره خپله ۸ کلنه لور ماریا هم بولې وه چا چې په دیوالونو باندې د انځور ګرۍ پیدا کولو کې مرسته وکړه. په ۱۸۸۰ کال کې دې کس چې څه په سمڅه کې موندلي وو تشرېح کړل او لیکنه یې خپره کړه.
التامیره سمڅه ۹۷۱ فټه (۲۹۶ متره) اوږدوالی لري. د سمڅې په دهلېز یا اوږدو کې مختلف ډوله لرغوني اثار هم موجود دي. یو ډول یې پالیولیتیک کوم چې د ۲۱۰۰۰ او ۱۷۰۰۰ کاله وړاندې ترمنځ دي او بل ډول یې مګدالینین د ۱۷۰۰۰ او ۱۱۰۰۰ کاله وړاندې تر منځ دي. په دې کې د ژو له ولیو له هډوکو جوړ شوي توکي هم شامل دي چې د یوه عمر د راډیوکاربن طریقې له لارې ۱۴۴۸۰ کاله ښودل شوی. کوم رنګ چې په دیوالونو د انځورګرۍ لپاره کارېدلی ډېره برخه یې د لرګي له سکرو ترکیب شوې.
Comments
So empty here ... leave a comment!