Amatola toad – د زیږ پوستکي اماتولا چونګښې
د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Vandijkophrynus amatolicus) دی، په بیوفونیډای کورنۍ کې د زیږ پوستکي د چونګښو یو ډول دی. اصلي ځای یې د سوېلې افریقا د کېپ ولایت ختیځ دی. په وېنټر برګ او اماتول غرونو کې پیدا کیږي. له هاګزبک سره نږدې د غرونو زنځیر ته اماتولا نوم اخلي له کوم چې د همدې چونګښو نوم هم اخیستل شوی.
تشرېح
وړې چونګښې دي، د ښځې اوږدوالی یې تر ۳۸ ملي متره پورې رسیږي. د ملا رنګ یې منظم خیره خړ وي او یا زیتونو ته ورته نسواري رنګ وي، د شمزي په اوږدو کې یو کرښه لري. پارو ټویډ یا ملا او څټ کې یې مرغړي بشپړ وده کوي، په ملا باندې زخې لري.
د ژوند لپاره چاپېریال
د لوړو ځمکو په لندو وښیزو سیمو کې پیدا کیږي. د مثل تولید په موقتي ډنډونو یا په غارونو کې په جمع شوو اوبو کې کوي. د مثل د تولید لپاره لویه ډله خپله کې سره یو ځای کیږي. تر ۲۰۱۱ پورې ګمان کېده چې نسل یې له منځه تللی خو کله چې دروند باران وشو نسل یې بیا را څرګند شو. د ژوند لپاره چاپېریال ته یې تر ټولو لوی ګواښ بې کچې زیات واښه رېبل، اور لګېدنه او د ځنګل وهنه ده. د مثل د تولید په موده کې یې که چېرې ځنګلونو کې موټر تګ وکړي نسل ته یې زیان اړولی شي.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | انورا |
کورنۍ | بیوفونیډای |
نسل | وانډایکوفري نس |
Comments
So empty here ... leave a comment!