American Milking Devon – د امریکا لوېشل کېدونکي ډیون غوییز

د دوه موخو لپاره ساتل کېدونکی د امریکا د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم کاروي. نسل یې د امریکا له ډېون غوییزو اخیستل شوی، همداسې د امریکا د ډېون غوییزو نسل بیا د انګلستان د سوېل لوېدیځ له شمالي ډیون غوییزو اخیستل شوی. په ۱۹۷۸ کې د امریکا لوېشل کېدونکي ډیون غوییز جلا نسل وګڼل شو او د نسل د مالوماتو د راجستر کولو لپاره یې اداره جوړه شوه. اوسمهال یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ دی او ډېر کم پیدا کېدونکي غوییز ګڼل کیږي.


مخینه
په ۱۶۲۴ کال کې، ایډوارډ وېنسلو، د انګلستان له سوېل لوېدیځ څخه د ډیون غوییزو درې خسکیانې او یو سخندر له ځان سره د امریکا په هغه وخت کې یې نوم پلي موت کالونۍ وروسته “ماساچوسېټس ایالت” ته انتقال کړل. په دوه پېړیو کې همدې غوییزو ته ورته د غوییزو نسل تر فلورېډا پورې خپور شو.

په ۱۹ پېړۍ کې له انګلستان نور غوییز امریکا ته صادر شول تر څو په امریکا کې د موجودو ډیون غوییزو په نسل کې ښه والی رامنځته کړي. پایله کې په ۱۹۷۸ کې د امریکا لوېشل کېدونکي ډیون غوییز نسل تر لاسه شو. نسل یې تر کاناډا او د متحده ایالتونو له ۴ په درې برخو کې خپور شو خو تر ۲۰۱۶ کال پورې یوازې ټولټال ۲۱۱ غوییز پاتې وو، په ۲۰۲۱ کال کې یې شمېر ۵۰۰ غوییزو ته لوړ شوی وو.


ځانګړنې
د منځنۍ کچې غوییز دي. د غویي وزن یې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د غوا وزن له غویي څخه تقریبا ۱۰۰ کیلو ګرامه کم وي. د منځنۍ کچې ښکرونه لري، تېز سور رنګ لري. له خرابې هوا سره مقاومت کوونکي دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons