Ammeter – امپر ارزونکی

په امپرارزونکي د مستقیم یا متناوب برېښنایي جریان د کچه کوونې لپاره یو اله ده په بله مانا په یوه سرکیټ کې جریان کچه کوي. له (Ampere) څخه (Am) لمړي توري اخیستیل شوي او د (Meter) نوم سره یوځای شوي د دواړو له ترکیب څخه (Ammeter) نوم جوړ شوی. برېښنیایي جریان یې په امپر کچه کیږي. د کم یا کوچني جریان واحد یې ملي امپر یا مایکرو امپر (milliampere or microampere) ده کوم چې د ملي متر یا مایکرو متر په توګه طرحه شوي وي. پخواني امپر ارزونکي د لابراتوار الې وې. په ۱۹ پېړۍ کې دا الې تر پخوا پر مختللې شوې او د برېښنایي ځواک د سیستم کچه یې په ډېره دقیقه توګه کولای شوه. امپر ارزونکی ډېر کم مقاومت لري او له همدې امله په هر سرکیټ کې د ترتیب په لړۍ کې وصل وي تر څو له هر یو څخه جریان په بریالۍ توګه تېر شي. د امپر ارزونکي په داخل کې د (A) توري لیکل شوی وي.
 
امپر ارزونکی کولای شي د جریان لوی مقدار کچه کړي ځکه چې د جریان کمه اندازه د میټر د میکانیزم له لارې هدایت کیږي. د دقت او کارونې له مخې له یو بل سره توپیر لري د (D’Arsonval-movement ammeter ) امپر ارزونکی مستقیم جریان کچه کوي او دقت یې له ۰.۱ تر ۲.۰ % پورې ده. د الیکټرو ډاینامیک امپر ارزونکی (electrodynamic ammeter) خوځېدونکي سکاره کاروي او یاد سکاره له نه خوځېدونکو یا ثابتو سکرو تولیدیږي او په منځ کې تاویږي. دواړه متناوب او مستقیم جریان کچه کوي. دقیقوالی یې له ۰.۱ تر ۰.۲۵ % پورې وي. د تودوخې امپر ارزونکی (thermal ammeter) په بنسټیزه توکه د متناوب جریان د کچه کولو لپاره کاریږي او دقیقوالی یې له ۰.۵ تر ۳ % پورې وي.

Ayrton-shunt
By Tambo
Amperemeter hg
Photo by Hannes Grobe
Galvanometer diagram
Galvanometer diagram
Ammeter from New York Terminal Service Plant, 250 West Thirty-first Street 351263pv
Ammeter from New York Terminal Service Plant, 250 West Thirty-first Street, New York. Photo by Charles N.Bayless
Zero-Center Ammeter
Zero-Center Ammeter. Photo by Rouslan Nabioullin
AmmeterPC
Photo by Lklundin
DC Electric Meter

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons