Ammonium cyanide – امونیم سیانیډ
امونیم سیانیډ یو غیرې عضوي بې ثباته یا تغیر کوونکی ترکیب ده، کیماوي فورمول یې (NH4CN) ده. په عضوي مصنوعي ترکیبونو کې کار ترې اخیستل کیږي. د بې ثباتۍ له امله یې سوداګریز پلور نه کیږي. په کمه تودوخه کې هایډروجن سیانیډ د امونیا په اوبو لرونکي محلول کې اضافه کیږي او له جوش وروسته امونیم سیانید ترلاسه کیږي فورمول یې لاندې وګورئ
- HCN + NH3(aq) → NH4CN(aq)
همداسې د کلسیم سیانیډ او امونیم کاربونېټ له تعامل څخه هم ترلاسه کیږي فورمول یې لاندې وګورئ
- Ca(CN)2 + (NH4)2CO3 → 2 NH4CN + CaCO3
که چېرې د پوتاسیم سیانیډ او یا د پوتاسیم فېرو سیانیډ له امونیم کلورایډ سره مخلوط ته تودوخه ورکړل شي نو د امونیم سیانیډ کرسټال ترلاسه کیږي فورمول یې لاندې وګورئ
- KCN + NH4Cl → NH4CN + KCl
امونیم سیانیډ له امونیا او هایډروجن سیانیډ سره تجزیه کیږي او د هایډروجن سیانیډ تور رنګه پولیمر جوړوي
- NH4CN → NH3 + HCN
له ګلیوګسال سره تعامل کوي او ګلیسین تولیدوي
- NH4CN + (CHO)2 → NH2CH2COOH + HCN
له کېټونونو سره تعامل یې امینو نیټریلونه تولیدوي
- NH4CN + CH3COCH3 → (CH3)2C(NH2)CN + H2O
زهریتوب
جامد او محلول دواړه یې بې کچې زهري دي. که چېرې بدن ته داخل شي د مړینې لامل کیږي. جامد یې زیان رسونکې امونیا او هایډروجن سیانیډ تجزیه کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!