جمع یې (amphioxi, or amphioxuses) لیکل کیږي او په انګرېزۍ کې ورته (lancelet) نوم هم اخلي. فایلم یې کورداتا (phylum Chordata) او فرعي فایلم یې سېفالو کورداتا (subphylum Cephalochordata) ده، د بې شمزیو څو ډوله دي. واړه سمندري ژوي دي کوم چې د نړۍ د ګرمو سیمو په اوبو کې د سمندر غاړو په اوږدو کې پیدا کیږي. دواړه مالیکولي او مورفولوجیکي شواهد یې داسې ښي چې له شمزي لرونکو سره تړاو لري.
د بدن اوږدوالی یې تر ۸ سانتي متره (۳ انچه) پورې رسیږي. په دوه نسلونو کې ګروپ شوي: یو نسل یې برانکیوسټوما (Branchiostoma) ده چې د امفایوکسېس (Amphioxus) په نامه هم یادیږي او بل نسل یې ایپیګونیکتایس یا ایپګونیچتایس (Epigonichthyes) نسل ده چې د اسیمینټرون (Asymmetron) په نامه هم پېژندل کیږي. تقریبا ۲۴ ډولونه دي، راډ ته ورته شکل لري، د کورداتا فایلم ځانګړنې لري، د کورډېټ ژو په څېر کرپندوکي ته ورته، راډ ته ورته اسکلیټ (notochord) لري، د برانشونو درز (gill slits) لري او همداسې په شا کې عصبي ریښه (dorsal nerve cord) لري کومه چې په لاروای بچیانو کې راڅرګندیږي او له بشپړ ودې وروسته هم پکې موجوده وي.
خپل ډېری وخت د سمندر په تل کې په خټه کې ښخ شوی تېروي خو د لامبو وهلو وړتیا هم لري. له همدې خښ شوي یا ښخ شوي ځای څخه د مخې خوا بهر سطحې ته باسي او د خپلو برانشونو له لارې اوبه د خوړو لپاره فلټر کوي. په شپه کې ډېر وخت د سمندر تل سره نږدې لامبو وهي، د خپل بدن په چټک خوځښت باندې په شګه کې غار باسي. نیزه کب دواړه خواوې مخروطي پای لري او دواړه خواوې یې (sheath or the cuticle) وي په دې مانا چې په وېښتو پوښل شوی وي.
نر او ښځه یې د بهرني شکل له مخې یو بل ته ورته دي او په داخلې کې یې د جنسي مرغړیو طبیعت توپیر لري. په ګرمو سیمو کې، په کال کې څو ځله د مثل تولید کوي خو په معتدله سیمو کې بیا په کال یوازې یو ځل د مثل تولید کوي. وړې کڅوړې په کوم کې چې سپرم وي چاودیږي او له چاودېدو وروسته د بدن د لاندې برخې له سوري څخه اوبو کې پرېښودل کیږي. هګۍ په اوبو کې القاح کوي او له دوه ورځو وروسته القاح شوې هګۍ په مایکروسکوپي لاروای بچیانو بدلیږي. لاروای بچیان یې په اوبو کې تر څو ورځو پورې ازاد وي او په وړو (juvenile) بچیانو بدلیږي، کله چې وده وکړي د سمندر تل کې په خټه یا شګه کې لکه د نورو ځان خښوي.
په چین کې د کبانو صنعت سره مرسته کوي. فوسیلي نیزه کبان تر ۵۲۵ میلیونه کاله پورې زاړه موندل شوي او د اسیا ځینو برخو کې د خلکو خواړه هم دي.
Picture by © Hans Hillewaert, CC BY-SA 4.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=5712836
1. brain-like blister 2. notochord 3. dorsal nerve cell 4. post-anal tail 5. anus 6. food canal 7. blood system 8. abdominal porus 9. overpharynx lacuna 10. gill’s slit 11. pharynx 12. mouth lacuna 13. mimosa 14. mouth gap 15. gonads (ovary/testicle) 16. light sensor 17. nerves 18. abdominal ply 19. hepatic caecum
Picture By Piotr Michał Jaworski; PioM EN DE PL – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=4481198
Anterior external anatomy A: buccal cirri, B: wheel organ, C: velum, D: rostrum, E: notochord extending beyond nerve cord, F: nerve cord, G: Hatschek’s pit, H: fin rays, I: gill bar, J: buccal cavity (vestibule)
Picture By Jon Houseman – Jon Houseman and Matthew Ford, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=33180059
Cross section through the pharyngeal region A: fin box, B: nerve cord, C: notochord, D: myomeres, E: epibranchial groove, F: endostyle, G: secondary gill bar, H: primary gill bar, I: pharyngeal cavity, J: metapleural fold, K: epidermis.
Picture By Jon Houseman – Jon Houseman and Matthew Ford, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=33179706
Post Views: 225
Comments
So empty here ... leave a comment!