Amrit Mahal – امریت محل غوییز

په کنادا ژبه کې یې نوم (ಅಮೃತ ಮಹಲ್) لیکل کیږي. د هند په کارناټاکا کې د میسور ایالت د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه یې نسل په جګړه کې د بار وړلو لپاره اخیستل شوی وو. نر یې په منډه کې ډېر چټک او غوا یې ډېرې بې کچې کمې شیدې لري. نسل له هالیکار، هاګا الوادي او چیترادورګ غوییزو اخیستل شوی. په اوس وخت کې ترې د کاري غوییزو په توګه کار اخیستل کیږي.

د ویجا ناګارا او د میسور شاهي کورنیو یې نسل اخیستنه او د نسل ساتنه کې خپله ونډه اخیستې. همداسې یې د سیمې هالیکار غوییز هم د ورته موخې لپاره ساتل. د دوېم چیکا دېوا راجا وادیار په وخت کې د بېنچا وادي په نوم څرځای جوړ شو د ځای د نوم لغوي مانا “د کوچو اداره” ده په دې کې غوییزو ساتل کېدل او شاهي کورنۍ ته یې کوچ ترې تولیدول. وروسته سیمه د حیدر علي لاسته ولوېده او هغه یې نوم امریت محل ته بدل کړ.

حیدر علي د پورټو نوو جګړې پر مهال په دې غوییزو په دوه ورځو کې تر سل میله پورې لرې سیمه ته ټوپک انتقال کړل، همداسې ټیپو سلطان د هند د سوېل په اوږدو کې یوه میاشت د مارچ لپاره وکارول او په دې چارو سره یې د انګریزانو پام خپل کړ. په انګرېزانو کې ویلینګټن ډیوک یاد غوییز په پوځ کې په دندو وګمارل. د ټیپو سلطان له ماتې وروسته انګرېزانو د یادو غوییزو د ساتنې اجازه د میسور مهاراجا ته ورکړه.

په ۱۸۱۳ کې د هاروري په نوم یو تورن ته د دې غوییزو مسولیت د کاوال په نوم څر ځای کې وسپارل شو. په کال ۱۸۴۲ کې انګرېزانو ۲۳۰ غوییز په افغانستان کې د جګړې پر مهال وکارول. په ۱۸۶۰کې چارلز ټرېوېلین د پوځ د غوییزو دا څانګه بنده کړه خو په ۱۸۶۷ کې د میسور د مهاراجا په مرسته بیا ځلې تاسیس شوه او تر کال ۱۸۷۰ پورې ۴۰۰۰ غواګانې او ۱۰۰ سخندر بیا حکومت وساتل. په ۱۸۸۳ کال کې د انګلستان پوځ بیا ځلې د غوییزو د ساتنې واک له پوځ د میسور مهاراجا ته په بشپړ توګه انتقال کړ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons