AMX International AMX

برید کوونکې جیټ الوتکه ده، ایټالیا او برازیل په ګډه طرحه کړې او جوړه کړې. د اېم اېکس الوتکې (A-11 Ghibli) ډول د ایټالیا هوایي ځواک جوړه کړې او د (A-1) ډول د برازیل هوایي ځواک جوړه کړې. د ایټالیا د الوتکې د نوم (Ghibli) ټکی د لیبیا د صحرا له وچ تود باد له نوم څخه اخیستل شوی.
 
په ۱۹۷۰ لسیزه کې ایټالیا هڅه وکړه چې ۱۸۷ برید کوونکې الوتکې جوړې کړي تر څو د (Aeritalia G.91) زړو الوتکو ځای نیونکې شي. په ۱۹۸۰کې د برازیل حکومت اعلان وکړ چې د ایټالیا په دې پروګرام کې ګډون کول غواړي تر څو د خپلو (Aermacchi MB-326) الوتکو لپاره نوې ځای نیونکې الوتکې ترلاسه کړي او په ۱۹۸۱کال د دواړو ترمنځ غیرې رسمي هوکړه وشوه.
 
جوړونکی شرکت یې (AMX International) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۴ کال د مې په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۸۹ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Italian Air Force and Brazilian Air Force) دي، د ۱۹۸۶–۱۹۹۹ کلونو ترمنځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۰۰ دی. په ۱۹۹۹ کې د یوې الوتکې ارزښت ۱۶.۵ میلیونه ډالر وو.
 
پیلوټ : یو
اوږدوالی : ۱۳.۲۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۸.۸۷ متره
لوړوالی : ۴.۵۵ متره
د وزرو سطحه : ۲۱ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۶۷۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۰۷۵۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۳۰۰۰ کیلو ګرامه
په داخل کې د تیلو ظرفیت : ۳۵۵۵ لیتره یا ۲۷۰۰ کیلو ګرامه
د تیلو بهرنی ظرفیت : ۱۰۰۰ لیتره یا ۷۶۰ کیلو ګرامه کوم چې وزرو په داخلي برخه کې وي خو بهرنۍ برخه کې یې هم دوه د ۵۰۰ لیترو ټانکۍ شته
پاورپلنټ Rolls-Royce Spey 807 turbofan, 49.1 kN (11,030 lbf)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۰۵۳ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۰۲۵۰ فټه
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۵۱۲ کیلو ګرامه
وسله : د ایټالیا په الوتکه کې یو (M61A1 Vulcan 6-barreled Gatling cannon) او د برازیل په الوتکه کې دوه (Bernardini Mk-164 cannon)
 
توغندي
AIM-9 Sidewinders
MAA-1 Piranhas
MAA-1B Piranha II
A-Darter
 
تر ۳۸۰۰ کیلو ګرامه پورې (MAR-1) بمونه

Alenia-Aermacchi-Embraer AMX, Italy - Air Force JP7721735
Alenia-Aermacchi-Embraer AMX, Italy – Air Force JP7721735 By Fabrizio Berni
AMX (5167938804)
AMX (5167938804) By Carlos Menendez San Juan
AMI AMX
AMI AMX By KGyST

For images description page click here

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons