Anatolian Black cattle – د اناتولیا تور غوییز

په ترکي ژبه کې ورته ېرلي کارا (Yerli Kara) نوم اخلي. اصلي ځای اناتولیا یا کوچنۍ اسیا (اوسمهال ترکیه) دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي، که چېرې د شیدو له تولید وغورزیږي د غوښې لپاره کاریږي، په ځینو کوچنیو فارمونو کې د کاري موخې لپاره کارول کیږي. په لمړۍ کچه مرکزي ترکیه کې لوی فارمونه لري. د ترکې د غوییزو نسلونو کې تر ټولو واړه غوییز دي.

په جنیتیکي توګه تر ټولو نږدې تړاو د ترکې د سوېل او ختیځ سرو اناتولیا غوییزو سره لري. درېواړو نسلونو ته (Anatolian Native) ټولیز نوم کاریږي. توپیر یې د جنتیک په ځای په مورفولوجیکي ځانګړنو او سیمې کیږي. له اروپایي نسلونو سره یې دوه رګه نسل اخیستنې، د نسل اخیستنې په اړه کمو مالوماتو او کمزوري مدیریت یې نسل د ورکېدو له خطر مخ کړی دی. اوسمهال یې د نسل ژغورنې لپاره څېړنې پیل شوي.


ځانګړنې
له لنګېدو وروسته د شیدو کولو موده یې له ۲۴۰ تر ۲۶۰ ورځو پورې وي په یاده موده کې له ۱۰۰۰ تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. شیدې یې له ۴ تر ۵ % پورې شحم وي. بدن یې په چټکۍ وزن اخلي. د اناتولیا تور غوییز د تورین غوییزو ډول دی. قد یې لنډ خو تنه یې اوږده وي. بدن یې نري هډوکي لري. له لوېدو وروسته بزګر هر غړي ته کتنه کوي او د ځانګړنو له مخې یې یا د شیدو لپاره ساتي او یا یې د حلالېدو لپاره چمتو کوي. غوا یې ۲۰۰–۳۰۰ کیلو ګرامه او غویی یې ۳۰۰–۴۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons