Anatolian crested newt – د اناتولیا یا کوچنۍ اسیا تاج لرونکی تریتون

د ډول علمي نوم یې (Triturus anatolicus) دی. د ترکې د اناتولیا په شمال کې پیدا کیږي. په ۲۰۱۶ کې له مطالعه کېدو مخکې ګمان کېده چې د سوېل له تاج لرونکي تریتون او د بالکان له تاج لرونکي تریتون سره تړاو لري. جنتیکي مالوماتو ښودلې چې د اناتولیا تریتون له نورو یادو دوه ډولونو سره توپیر لري خو په ورته وخت کې د بالکان له تریتون سره ځان دوه رګه کوي.

د بالکان او سوېل له تاج لرونکي تریتون سره یې توپیر نه کیږي. ۱۲-۱۳ پوښتۍ لري او د ملا د تېر مهرې پکې وي. د ملا رنګ یې نسواري تور رنګ کې وي کوم کې چې د بل رنګ خالونه موجود دي. د خالونو شکل یې هر غړي کې توپیر لري. د ګېډې رنګ یې نارنجي وي خو تور خاپونه پکې لري. ښځه یې تاج نه لري او مقعد یې پړسوب نه پیدا کوي.

تر ډېره په اوبو کې وده کوي خو کله چې بشپېړ ودې ته ورسیږي نو بیا د کال ډېره برخه په وچه کې تېروي. هر کال د اوبو ډنډونو ته د مثل د تولید لپاره بېرته تګ کوي چېرې چې د نر په ملا کې تاج وده کوي. ښځه یې چې هګۍ وکړي د اوبو د بوټو په پاڼو پسې یې نښلوي.

د اناتولیا تاج لرونکی تریتون د نورو تاج لرونکو په پرتله څورب بدن لري. اوږدوالی یې له ۱۰ تر ۱۳ سانتي متره پورې رسیږي. نیمه په اوبو کې ژوند کوونکی دی، د کال لویه برخه په وچه کې تېروي او یوازې د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته تګ کوي. د نسل د غړو شمېر یې کافي شته دی او سملاسي د ورکېدو له خطر سره نه دی مخ.


ډلبندي
میټوکونډریال مالوماتو په ۲۰۱۳ کې ښودلې وه چې جلا ډول دی خو څېړونکي دا غوره ګڼله چې د جلا ډول په توګه له تشرېح کولو مخکې نور مالومات ترلاسه کړي او په لنډ مهاله توګه یې د بالکان په تاج لرونکي تریتون کې شامل کړی وو. په ۲۰۱۶ کې بېن ویلسټرا او جان ارنتزېن مطالعه کړ. د اټومي ډي اېن اې څېړنو یې ښودلې چې د جېن جلا پول یا د جېنونو جلا سېټ جوړوي او یا هم جنتیکي مالومات یې له نورو ورته ډولونو سره توپیر لري، همداسې د اناتولیا په لویدیځ کې، په مالوماتو کې یې د بالکان دوه رګه کېدنه هم موندل شوې.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل تریتوروس

Sidebar



Share
Hide Buttons