Andalusian Black cattle – د اندالوزیا تورغوییز

کم وخت یې خسکیانو کې جنتیکي ستونزه هم امکان لري او د هایپرمېتریا د ودې امکان هم پکې شته وي.
په هسپانوي کې ورته (Negra Andaluza) نوم اخلي. په سیمه کې یې سیمه ایز نوم (Negra de las Campiñas) دی. د تورین غوییزو نسل دی. نسل یې د هسپانیا په اندالوزیا کې اخیستل شوی. تور اویلېنا غوییزو ته ورته والی لري. د نسل د یادون لپاره یې لمړۍ اداره په کال ۱۹۹۶ کې په هسپانیا کې جوړه شوه. په ۲۰۰۷ کال کې ټول ۸۰۰ غوییز موجود وو، د نسل شمېر یې له سیمه ایزو غوییزو سره د دوه رګه کېدو له امله کم شوی. په ۲۰۱۱ کال کې یې شمېر ۱۸۸۳ غوییزو ته لوړ شوی وو. په ۲۰۰۵ کې د کوردوبا پوهنتون په مرسته یې د نسل د ساتنې او ژغورنې هڅې پیل شوې.

د غویي وزن یې له ۸۷۵ تر ۹۵۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا وزن یې له ۶۰۰ تر ۶۵۰ پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غویي قد تر ۱۴۰ سانتي متره او د غوا ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي. بدن یې تور رنګ کې وي او پورته لور ته منحني شوي ښکرونه لري. له ۱۸ تر ۲۰ میاشتو پورې عمر کې جنسي بلوغ ته رسیږي او تر ۱۵ % پورې امکان لري چې دوه غبرګوني وزېږوي. نسل یې د کاري موخې لپاره ساتل کیږي خو له نورو نسلونو سره یې نسل د غوښې لپاره هم دوه رګه شوی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons