Andean squirrel – اېندی نولی
د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Sciurus pucheranii) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په کولمبیا کې پیدا کیږي. په غرنیو باراني ځنګلونو کې ژوند کوي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۴ سانتي متره او د لکۍ هم همدومره وي. د تنې رنګ یې سور رنګه نسواري وي او د تنې د لاندې برخې رنګ یې خړ رنګه زېړ وي. وزن یې له ۱۰۰ تر ۱۴۰ ګرامه پورې رسیږي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | سکیورینای |
قوم | سکیوریني |
نسل | سکیوریوس |