Anders Adolf Retzius – انډرس اډالف رېټزیس

د اکتوبر په ۱۳ نېټه، کال ۱۷۹۶، د سویډن په لنډ کې زېږېدلی او د اپرېل په ۱۸ نېټه، کال ۱۸۶۰، د سویډن په سټاکهولم کې مړ شوی. د سویډن کالبد پېژندونکی (anatomist) او انسان پېژندونکی (anthropologist) وو او په کرانیومیټرۍ (craniometry) کې یو مخکښ کس ګڼل کیږي. کرانیومیټري په انګرېزی کې د سر کوپړۍ کچه کولو یا اندازه کولو ته وایي تر څو د دې کچې له مخې د انسانانو د فوسیلي کوپړیو (skulls) ځانګړنې وټاکي.

اډالف رېټزیس د ۱۸۲۴–۶۰ کلونو ترمنځ په (Karolinska Medic-Kirurgiska Institutet, Stockholm) کې د اناتومۍ او فزیلوجۍ پروفیسر وو. په کال ۱۸۴۲ کې یې د سر د کوپړۍ د کچه کولو نسبت (cranial or cephalic index) اختراع کړ. کرانیال انډیکس هغه شمیره چې د سر د کوپړۍ حد اکثر یا تر ټولو لوړ نسبت ښي په دې مانا چې د سور یا بر له اوږدوالی سره د سر د کوپړۍ نسبت. د دې نسبت له مخې یې د هر وګړي نسب پیدا کولو هڅه وکړه چې له کومو خلکو سره تړاو لري. له دې پرته یې د مغزي غشاء یا مغزي قشر (cerebral cortex) عضلاتي تاونه یا پېچونه (convolution) هم تشرېح کړي. د مغزي غشاء تاو یا پېچونه د پښې په ښنګري (ankle) یا هغه بند کې چې پښه له پوندې سره نښلوي یو عضلاتي وتر (ligament) او یو ورید ده، دا ورید د وړو کلمو له دیوال څخه کوزیږي او د وینا کاوا (vena cava) ورید تر پایه پورې غزېدلی تشرېح کړي.

Anders Retzius
Anders Retzius By Sverek (Private collection.)