André d’Arbelles – د اربېل اندرې

د ۱۷۶۷ کال د اپرېل په ۲۱ نېټه د فرانسې په ختیځ کې زېږېدلی او د ۱۸۲۵ کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د فرانسې شمال لوېدیځ کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او د وخت رسمي تاریخ لیکونکی وو.

یو ورور یې کلود اندرې پاریس ته ولاړ او هلته یې دنده لرله. دوېم ورور یې د ۱۷۹۲ کال د اګسټ په نېټه د انقلاب رامنځته کوونکو لخوا د پاچا د ملاتړي په توګه تورن شو او د ۱۷۹۴ کال په جنوري کې اعدام شو.

د اربېل اندرې په ۱۷۹۲ کې له فرانسې کډوال شو او له فرانسې بهر د کډوالو په نامه پوځ سره یوځای شو. د کډوالو پوځ له فرانسې بهر د فرانسویانو پوځ وو او غوښتل چې د فرانسې لمړی جمهوري نظام وپرزوي. په ۱۷۹۸ کې بېرته پاریس ته راوګرځېد او د چارلز موریس لخوا مختلفې ادبي او سیاسي چارې ور وسپارل شوې. په کال ۱۸۰۸ کې د بهرنیو چارو وزارت کې تاریخ لیکونکی وګمارل شو د ناپلیو پالیسي لیکنه یې پیل کړه او په همدې وخت کې یې خپل نوم د اربې اندرې ته بدل کړ مخکینی نوم یې د مونت لوېل (مو لوېل) اندرې وو – مونت لوېل هغه سیمه ده چېرې چې اندرې زېږېدلی.

وروسته ترې غوښتنه وشوه چې د وفادارۍ قسم وخوري خو اندرې قسم خوړل رد کړل او له همدې امله یې خپله دنده له لاسه ورکړه خو کله چې اتلسم لویي (پاچا) بېرته فرانسې ته راوګرځېد سملاسي یې اندرې ته دنده ورکړه. په ۱۸۱۷ کې له دندې لرې شو خو په کال ۱۸۲۳ کې بېرته وګمارل شو. د ژوند په وروستۍ ورځ یې په رسمي مراسمو کې ګډون کړی وو او د مراسمو پرمهال د اسونو کتار تېرېده له کومو چې یوه اس د پښو لاندې کړ او څو ساعته پس یې سا ورکړه.

Sidebar



Share
Hide Buttons