Angkor – انګکور
یوه لرغونې سیمه ده، د کمبودیا په شمال لوېدیځ کې د سیم رې ایب (Siĕmréab) ښار څخه ۴ مایله (۶ کیلو متره) شمال لور کې واقع ده. له ۹ پېړۍ تر ۱۵ پېړۍ پورې د کمبودیا د خمر امپراتورۍ مرکز وو. دا موده په کمبودیا کې د کمبودیا د تاریخ کلاسیک عصر ګڼل کیږي. په سیمه کې یوه عبادتخونه ده چې د انګکور واټ (Angkor Wat) په نامه یادیږي کومه چې دوېم سوریا وارمن (King Suryavarman II) پاچا په ۱۲ پېړۍ کې جوړه کړې. بله عبادتخونه د انګکور توم (Angkor Thom) په نامه ده او اووم جایا ورمن (King Jayavarman VII) پاچا په ۱۲۰۰ کال کې جوړه کړې.
د انګکور ښار تاریخ
انګکور ښار د سلطنتي کورنۍ لپاره مرکز وو په کوم کې چې د خمر کورنۍ پاچایان واکمن وو. او د سوېل ختیځې اسیا تر ټولو لویه، بریالۍ پاچایي او امپراتوري یې جوړه کړې وه. د ۹ پېړي په ورستیو لسیزو کې لمړي یاشو ورمن (King Yashovarman I) پاچا دا ښار خپل مرکز وټاکه او تر ۱۳ پېړۍ پورې د دې کورنۍ پاچایان له ایندو چاینا ټاپوزمې شمال لور ته تر یونان ولایت پورې چې اوسمهال د چین یو ایالت ده او له وېتنام څخه غرب لور ته تر د بنګال خلیج پورې واکمن وو.
په دې ټوله موده کې دې پاچایانو د انساني ځواک له شتمنۍ او د پاچایي له سرچینو ګټه واخیسته او حیرانونکې ودانۍ یې پرې جوړې کړې تر څو خپل ښار، خپل ځان او خپل خدایان ښایسته کړي. له اووم جایاورمن څوک چې د ۱۱۸۱–۱۲۲۰ کلونو ترمنځ واک کې وو وروسته پاچایي په کمزورې کېدو شوه او بلاخره د انګکور ښار د ایوتایا د تای ایالت پوځونو (armies of the Tai state of Ayutthaya) په ۱۴۳۱کال کې لوټ کړ.
انګکور ښار د هند لپاره ډېر مهم وو ځکه چې د شیوا او بودایزم مذهبونو عباتخونې پکې وې. یوازې د پاچایانو لپاره اداري ښار نه وو بلکې د سلطنتي کورنیو لپاره د عبادت ځای هم وو. او په جوړونه کې یې سیاسي او مذهبي فکر ونډه اخیستې وه.
Comments
So empty here ... leave a comment!