Angular-headed newt – د زاویه اي سر لرونکی تریتون

د زاویه اي سر لرونکي کروکوډایل تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton anguliceps) دی. په تایلنډ، لاوس او ویتنام کې پیدا کیږي او ممکن د چین په سوېل او د برما په لوېدیځ کې هم شته وي. په لاوس کې د تریتون له څلورو ډولونو یو دی. د بدن د رنګ له امله یې په اسانۍ له نورو ډولونو سره توپیر کېدای شي.

د تیلوتو تریتون نسل ډولونه یوازې په اسیایي هېوادونو کې پیدا کیږي. مرکز یې وېتنام، لاوس او تایلنډ دی. تر ډېره د پراخو پاڼو په ځنګلونو کې وي. د ډبرو لاندې، د وروست شوي لرګي لاندې او اوبو کې وي. لوند او ګڼ شین ځنګل کې پنا ځایونه خوښوي. په اوبو کې د ژوند پړاو په سیندونو او لښتیو کې تېروي. په سیمه کې د کال په اوږدو کې ډېر بارانونه کیږي او د یاد تریتون لپاره د ژوند مناسب چاپېریال رامنځته کولو کې مرسته کوي.

بدن یې تور نسواري او نارنجي رنګه زېړ وي. د مخکې لور منګولې یې څلور او د وروسته لور منګولو کې یې پنځه ګوتې وي. نر یې په تنه کې له ښځې کوچنی وي خو د بدن غړي یې بیا د ښځې په پرتله ځواکمن او څورب وي. د نر په پرتله یې د ښځې پوز اوږد وي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل تیلوتوتریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons