Anjouan – انجوان
پخوانی نوم یې جوهانا دی. د هند په سمندرګي کې واقع دی، د کومور ټاپو هیواد برخه خو په ورته وخت کې خودمختاره ټاپو دی. غټ ښار یې موڅامودو نومیږي، په ۲۰۰۶ کې یې نفوس ۲۷۷۵۰۰ وو. مساحت یې ۴۲۴ کیلومتر مربع دی. د ټاپو تر ټولو لمړي موندونکي د اندونیزیا او پولینیزیا خلک وو. له پولینیزیایي او اندونیزیاي وګړو وروسته د هند د سمندرګي د مختلفو سیمو خلکو دې ټاپو ته تګ راتګ پیل کړ.
په ۱۵۰۰ پېړۍ کې د سلطانانو واک پرې پیل شو. په ۱۸۱۶ کې سلطان علوي بن حسین فرانسویان ته د زنزیبار سلطانانو ضد وړاندیز وکړ. په ۱۸۸۶ کې فرانسې د انجوان ټاپو ساتنه پیل کړه. په ۱۸۹۹ کې فرانسویانو په انجوان ټاپو کې د غلام ساتنه او د غلامانو پلور بند کړ. په ۱۹۱۲ کې یې انجوان ټاپو د خپلې مستعمرې برخه کړه. په ۱۹۷۵ کې په څلور واړه ټاپوګانو کې ټول پوښتنه وشوه، درې ټاپوګانو د یوه هیواد جوړولو لپاره رایه ورکړه او یوازې مایوت ټاپو د فرانسې د برخې په توګه پاتې کېدو ته رایه ورکړه. په دې کې انجوان ټاپو هم د کومور ټاپو هیواد لپاره اکثریت رایه ورکړې وه.
Comments
So empty here ... leave a comment!