Anjouan scops owl – د انجون ټاپو سکوپس کونګ
د ډول علمي نوم یې (Otus capnodes) دی. اصلي ځای یې د کومورو ټاپو ګانو په ټولګه کې د انجوان ټاپو دی. په لمړي ځل په ۱۸۸۶ کې پېژندل شوي، بیا ځلې په ۱۹۹۲ کې مطالعه شوي. نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ دی، ټول تر ۴۰۰ پورې غړي یې په سیمه کې پاتي. په سیمه کې د ځنګل وهنې یې نسل له ډېر خطر سره مخ کړی. د (Bristol Conservation) په نامه ادارې یې د پاتې شمېر په اړه د کره مالوماتو د راغونډولو هڅې پیل کړي.
تشرېح
خړ یا سور رنګه نسواري رنګ لري. د سکوپس کونګ د نورو ډولونو په پرتله یې د غوږونو چار چاپېره د بڼکو د ګردوالي اندازه وړه وي. کوم چې خړ رنګ کې دي په غاړه کې زېړ رنګه کړۍ لري د مخ رنګ یې تېز نسواري او د ګېډې لاندې برخه کې یې په رنګ کې نرۍ نسواري پراډې یا غیرې منظمې کرښې موجودې وي. اوږدوالی یې تر ۱۵ سانتي متره او د وزرو پراخوالی یا سور یې تر ۴۵ سانتي متره پورې رسیږي.
غږ
شپېلک ته ورته اوږد شوی غږ لري کوم چې له لنډې وقفې وروسته تکراروي. غږ یې د خړ پلوور مرغه پي او غږ ته ورته والی لري.
د ژوند لپاره چاپېریال
یوازې په انجون ټاپو کې پیدا کیږي. په داسې غټو ونو کې کومې چې د لوړو په ژورو برخو کې وي او د ځالې لپاره غارونه لري ژوند کوي.
چلند
چلند یې کم مطالعه شوی، د ونې په غارونو کې ځالې کوي او په حشرو ځان تغذیه کوي.
ساینسي ډلبندي |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | مرغان |
ډله | کونګ ډوله / کونګ شکله |
کورنۍ | سټریجیډای |
نسل | اوټس |
Comments
So empty here ... leave a comment!