Ankole-Watusi – انکولې واتوسي غوییز
د امریکا د غوییزو نسل دی. نسل یې د افریقا د سانګا ګروپ له انکولې غوییزو سره تړاو لري. غټ اوږده ښکرونه لري.
مخینه
له ختیځې او مرکزي افریقا څخه د جرمني ژوبڼ ته او د جرمني له ژوبڼ د اروپا د مختلفو سیمو ژوبڼ ته غوییز انتقال شو. په کال ۱۹۶۰ کې له اروپا امریکا ته صادر شو او امریکا کې د کاناډا په غویي یې غواګانې بلاربې شوې او دوه رګه نسل ترې رامنځته شو. تر ۲۰۱۶ پورې ټول ۱۵۰۰ غوییز پاتې وو.
ځانګړنې
معمولا سور رنګ کې وي خو نورو رنګونو کې هم شته دي. پراخ شوي، ډبل، اوږده ښکرونه لري. د غویي وزن یې له ۴۵۰ تر ۷۳۰ کیلو ګرامه او د غوا له ۴۱۰ تر ۵۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!