Anna Botsford Comstock – انا بوټسفورډ کم سټاک
د سپتمبر په ۱ نېټه، کال ۱۸۵۴، نیویارک کې زېږېدلې او د اګسټ په ۲۴ نېټه، کال ۱۹۳۰کې، د نیویارک په ایتاکا کې مړه شوې.
د امریکا انځورګره، لیکواله او روزونکې وه چې د طبعیي ښکلا په اړه چارې یې تاریخ یادې ساتلي.
په کال ۱۸۷۴ کې د نیویارک د ایتاکا په سیمه کې د کرنل پوهنتون (Cornell University) کې یې په زده کړو پېل وکړ خو دوه کاله وروسته یې پوهنتون پرېښود. په کال ۱۸۷۸ کې یې له جان هېنري کم سټاک (John Henry Comstoc) سره واده وکړ. جان سټاک یو ځوان اېنتومولوجیسټ (entomologist) د حشرو پېژندونکی یا د حشرو تعقیب کوونکی وو او له دې سره انا هم د حشرو له تعقیب سره مینه پیدا کړه. له واده وروسته د خپل مېړه معاونه شوه او د خپل مېړه د درسونو، د لیکنو او حشرو انځورګري یې پېل کړه. تر ډېره پورې یې له خپل مېړه سره بې تنخوا کار کوه خو کله یې چې مېړه د ۱۸۷۹–۸۱ کلونو تر منځ د متحده ایالتونو د زراعت په څانګه (U.S. Department of Agriculture) کې ریس شو نو انا ته د ملاقات لپاره رسمي بلنه ورکړل شوه. د رسمي بلنې لپاره یې خپل انځورونه د یوې حشرې په اړه چې د لیمو، نارنج او ورته بوټو کې ژوند کوي چمتو کړل. له دې وروسته یې بېرته په کرنل پوهنتون کې داخله واخیسته او په کال ۱۸۸۵ کې یې ډګري لاسته راوړله. له دې وروسته یې په لرګیو انځور انځور کول (wood engraving) د نیویارک په کوپر یونین کې ولوستل تر څو په ۱۸۸۸ کې د خپل مېړه د چارو لپاره انځورونه چمتو کړي. په کال ۱۸۸۸ کې د خپلو چارو له امله د (Sigma Xi) لخوا په ساینس کې څلورمه د ویاړ وړ ښځه وګڼل شوه.
Comments
So empty here ... leave a comment!