Anne Félicité Colombe – ان فېلېسیتې کولومب

په ۱۷۹۳ کې د فرانسې خپرونکې او چاپ کوونکې او د فرانسې د انقلاب پر مهال سیاسي فعاله وه. د خلکو ملګری او د خلکو بیانونکی په څېر افراطي رسنۍ یې هم پر مخ وړلې. د پاریس په پلس دوفین کې د څلورم هنري د چاپ د دکان مالکه هم وه. د رسنیو خپرونکې او همداسې د فرانسې د انقلاب پرمهال په عامه ځایونو کې وینا کوونکې او بحث کوونکې وه.

په ۱۷۹۰ کې یې د جان پال مارات ورځپاڼه چاپ کړه او همداسې یې خپله افراطي رسنۍ “د خلکو ملګری” چاپ ته ادامه ورکړه. پای کې یې رسنۍ کشف او ضبط شوه او همداسې د جان پال مارات د موندنې لپاره پلټنو ته یوړل شوه. د ۱۷۹۱ کال د جولای په ۱۷ نېټه ټولې څلور ښځې نیول شوې وې له کومو چې یوه ان فېلېسیتې کولومب وه. په ۱۷۹۳ کې د جمهوري غوښتونکې انقلابي ټولنې نامتو غړې وه. د اېت ین په نوم کس تور پرې ولګوه خو په محکمه کې یې تور ناسم ثابت شو او پای کې محکمې د ۱۷۹۰ کال د قانون له مخې اېت ین اړ کړ چې ۲۰ زره د فرانسې پیسې (livres) ورکړي. کله یې چې پیسې ترلاسه کړې ټولې یې په خپل ګاونډ کې له بې وزلو سره مرسته کړه.


په کومو ورځپاڼو کې یې چې لیکنې خپرې شوي نوملړ یې لاندې دی :

  • “L’Ami du peuple” of Jean-Paul Marat in 1790-1791
  • “L’Orateur du peuple” in 1790-1791
  • “Le Père Duchesne”, in 1791-1792
  • “Journal du faubourg Saint-Antoine” in 1791
  • “Journal des débats de la Société des amis de la Constitution, séante aux Jacobins” in 1791-1793
  • “Le Thermomètre du jour” in 1792
Sidebar



Share
Hide Buttons