Anomalure – انومالیور

د انومالیوریډای کورنۍ (family Anomaluridae) غړي دي، د افریقا د شخوند وهونکو (rodent) ژو ۷ ډولونه دي. په دې کورنۍ کې غټ انومالیورس (large anomalures) د نسل نوم یې (genus Anomalurus) ده، پیګمي انومالیورس (pygmy anomalures) د نسل نوم یې (genus Idiurus) ده، بې الوته انومالیورس (flightless anomalure) د نسل نوم یې (genus Zenkerella) ده شامل دي. ټول د ګرمو سیمو په ځنګلونو کې ژوند کوي. په دې کې غټ او پیګمي انومالیورس په افریقا کې یوازیني الوت ته ورته ټوپ وهونکي شخوند وهونکي ژوي دي.
 
انومالیورس سپک جوړ شوی اسکلېټ لري، لوړ نری بدن، اوږده د بدن غړي او ځواکمنې منګولې لري. سترګې یې غټې، د بدن وېښته یې ګڼ او نرم وي. غټ او پیګمي انومالیورس د شپې لخوا ژوند کوونکي دي او په ونو کې ځالې جوړوي. غټ انومالیورس د ونې په ساقو او څانګو خوله لګوي او د ونې شیره څټي خو د دې تر څنګ مغزي یا وچې میوې، پاڼې، ګلان او د اوبو سپی هم خوري. پیګمي انومالیورس د غوړو لرونکې خرما او حشرې خوري خو په ونو خوله هم لګوي او د ونو شیره څټي. د بې الوته ډول په اړه یې مالومات ډېر کم دي خو ونو کې د اوبو سپي خوړو حالت کې لیدل شوی.
 
تر ټولو اوږده یې (A. pelii) دي کوم چې له ۴۰ تر ۴۶ سانتي متره پورې تنه لري او همدومره اوږده لکۍ لري. د ډول (A. pusillus) د کوم چې تنه له غټ سره کچه کې برابره ده خو لکۍ یې ترې لنډه ده. پیګمي (I. macrotis and I. zenkeri) له ۷ تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږد بدن لري او له ۹ تر ۱۰ سانتي متره اوږده لکۍ لري. بې الوته (Z. insignis) تقریبا تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدیږي، لکۍ یې د بدن له کچې کمه اندازه لنډه وي.
 
ځینې خلک ورته الوت کوونکي یا بې الوته نولی یا ډانګلکی نوم اخلي خو نه نولی ده او نه هم تړاو ورسره لري. ځینې خلک وړاندیز کوي چې له صحرایي د پسرلي سوی سره نږدې تړاو لرونکي دي. خو په اوسمهال کې له هېڅ ژوندي شخوند وهونکي سره تړاو نلري.

Family Anomaluridae

Aethurus glirinus
Photo by Joseph Smit

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons