Anseriform – هیلۍ شکله
ټول ۱۵۰ ډوله مرغان دي، په دې کې د هیلۍ (duck)، قازې (goose) او غازې (swan) ټول ډولونه د اناتیدای کورنۍ (family Anatidae) غړي دي او د اوبو چرګان (screamers) کوم چې درې ډولونه لري د انهیمیدای کورنۍ (family Anhimidae) غړي دي.
په اناتیدای کورنۍ کې د لویې او منځنۍ کچې ۱۴۷ ډوله مرغان شامل دي. په سمندري او تازه اوبو کې ژوند کوي. د ۱۴۷ ډوله مرغانو کورنۍ ته په متحده ایالتونو کې د اوبو چرګې (waterfowl) او په اروا کې د وحشي چرګې (wildfowl) نومونه اخلي. د اوبو د چرګانو (screamers) درې ډولونه د اوبو له چرګو (wildfowl) سره په ظاهري شکل کې ډېر زېات توپیر لري. د غوښې او بڼکو لپاره ډېر کم کورني شوي خو د بزګرو لپاره یې ځینې ډولونه په ځینو سیمو کې افت ده او کرنه له منځه وړي. دواړه وحشي او کورني شوي ډولونه یې د ناروغیو ذخیره (reservoirs of disease) هم ده.
فزیکي ځانګړنې
د اناتیدای کورنۍ د غړو تر ټولو غټ مرغان یې له تر ټولو وړو څخه ۶۰ ځله غټ دي. تر ټولو وړه یې ۳۰ سانتي متره اوږده د افریقا پیګمي قازه (African pygmy goose) ده علمي نوم یې (Nettapus auritus) ده، د بدن وزن یې تر ۲۵۰ ګرامه پورې رسیږي او تر ټولو غټه یې د ټرمپېټر غازه (trumpeter swan) ده، علمي نوم یې (Cygnus buccinator) ده، د بدن اوږدوالی یې تر ۱۵۰ سانتي متره، وزن یې تر ۱۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي او تقریبا دوه متره پورې یې وزرونه پراخیږي. د منځنۍ او اوږدې کچې غاړې لري او مښوکې (bill) یې پراخې شوې منحني څوکې یا پای لري.
هیلۍ شکله خپل ذاتي (innate) او زده شوی چلند لري، ځینې چلندونه یې تغیر نه موندونکي او په ټولو کې یو ډول دي چې د ډلبندۍ لپاره هم کارېدلي. خو ځینې نور یې بیا یوازې په یو څو نسله کې ښکاره شوي او بېرته ورک شوي. ټول هیلۍ شکله مرغان په لویو ټاپوګانو او لویو وچو کې پرته له انترکتیکا د مثل تولید کوي، ډېری یې زرګونه کیلو متره کډوال کیږي. ځینې ډولونه یې تر میلیون څخه زیات دي خو ځینې ډولونه یې یوازې یو څو سوه دانې په یو څو ټاپوګانو کې ژوند کوي.
د انسانانو لپاره ارزښت
هیلۍ شکله مرغان د انسانانو لپاره د ماقبل تاریخ له وخته ارزښت لري، یوازې زیات پروتین لرونکي ندي بلکې بڼکې هم زېاتې لري. ډېر ژر کورني کیږي او له دې سره سره بیا هم یوازې ډېر کم کورني شوي. د مالارډ ډول (mallard) یې تقریبا ۲۰۰۰ کاله وړاندې په چین کې کورنی شوی او له دواړو هګیو او غوښې یې انسانانو ګټه اخیستله. موسکووې هیلۍ (muscovy duck) په کولمبیا او پېرو کې هسپانویانو په ۱۴ پېړۍ کې کورنۍ کړې وې، ګرې لګ (greylag goose) تقریبا ۴۰۰۰ کاله وړاندې مصریانو کورني کړي.
په زیاتو هېوادونو کې یې نسل له ورکېدو سره مخ ده او له همدې امله یې دمارکېټ لپاره ښکار بند شوی او هڅه کیږي چې د سپورت په نامه یې هم وژل غېرې قانوني شي تر څو یې نسل وژغورل شي.
طبیعي مخینه
کله چې له هګۍ پیدا شي نو له ۲۴ تر ۴۸ ساعتو پورې په خپله ځاله کې وي او له دې وروسته مستقیما اوبو ته داخلیږي. هر څه په یوازې ځان کوي خو له مور او پلار څخه یې یو هرو مرو ورسره پاتې کیږي تر څو لارښونه او ساتنه یې وکړي او د شپې لخوا یا هم په خرابه هوا کې پرې کیني. په انګرېزۍ کې په هګیو یا بچیان د مرغه کیناستو ته (brooding) وایي.
وړې هیلۍ یې تر دوه اونیو پورې، او غټې غازې یې تر ۶ اونیو پورې خپلې بڼکې ساتي او له دې مودې وروسته په تدریجي توګه د ځوانۍ په بڼکو بدلیږي. د الوتنې بڼکې یې له ودې سره تړاو لري او موده یې له پنځه اونیو تر پنځه میاشتو پورې وي. کله چې کډوالې کیږي نو ځوانه شوې هیلۍ یې باید پرته د مور او پلار له مرستې سفر وکړي خو ځوانې قازې او غازې یې په لمړي سفر کې له مور او پلار سره پاتې کیږي. ځینې ډولونه یې یوازې یو ځل د ځوانۍ بڼکې کوریز کوي خو ځینې د جنسي نزدیکت بڼکې له دوه کوریزو وروسته پیدا کوي.
کوم ډولونه چې کډوال کیږي د ټولنې ډلې او د جنسي نزدیکت لپاره جوړه یې په ژمي کې سره یو ځای کیږي او بیا د مثل د تولید ځای ته په ډله کې جوړې ځي. په وحشي ژوند کې هم اوږد عمر لري خو په بندو ځایونو کې هیلۍ تر ۲۰ کالو پورې، قازې او غازې تر ۳۰ کالو پورې ژوندی پاتې کېدای شي خو له ځینو خلکو سره یې تر ۴۰ کالو پورې ژوند کړی.
چلند
خپله مښوکه دومره د خوړو لپاره نه کاروي لکه څومره یې چې د بڼکو د اوبو ضد کېدو لپاره کاروي. څرنګه یې د بڼکو د اوبو د ضد کېدو لپاره کاروي ؟ د لکۍ له پاسه د غوړو مرغړي لري او خپله مښوکه په همدې مرغړیو کاروي تر څو یې د غوړو تولید ته وهڅوي. له دې پرته که خپله غاړه یا د مښوکې لاندې برخه هم په مرغړیو وموښي د غوړو له تولید سره مرسته کوي، په ورته وخت کې خپل بدن هم په مښوکه پاکوي او دا چلند یې بڼکې له لندېدو ژغوري. د بڼکو بیا ځلې ترتیب په مښوکه، په منګولو او د عضلاتو په مرسته د بدن په لړزولو یا څنډلو کوي. کله چې خوب کوي نو خپل سره د وزر لاندې پټوي. د جنسي نزدیکت لپاره وزرونه پراخوي او خپل بدن څنډي. ټولنیز سګنلونه لري لکه د الوتلو لپاره سر خوځول تر څو ټول ګروپ په یو ځای والوزي. په قازو او غازو کې غږ د ګروپ الوتنې او حالاتو باندې خبرولو لپاره کاریږي. په ځینو ډولونه کې چې کله دوه په جنګ شي د جلا کولو لپاره یې نور غوسه او برید کوي تر څو خپله کې په جنګ مرغان له ټپي کېدو او بې نظمۍ وژغوري.
د جنسي نزدیکت لپاره په جوړه کېدو کې ډېر احتیاط کوي تر څو ورسره نږدې د نورو ډولونو نسل ګډ نشي. کله چې یو بل نر یا ښځه د قازې یا غازې ډلو ته داخل شي له خپلمنځ څخه یې شړي او کله چې په دې چاره کې بریالۍ شي نو لمانځنه یې په سر ښورلو او غږونو کوي. د شېلډ قازې (sheld geese) ښځې یې نران هڅوي چې په نورو مرغانو برید وکړي.
Picture by Taken byfir0002 | flagstaffotos.com.auCanon 20D + Canon 400mm f/5.6 L – Own work, GFDL 1.2, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=7607943
Comments
So empty here ... leave a comment!