Anti-ballistic missile – بالاستیک ضد توغندی

په انګرېزۍ کې یې لنډیز (ABM) ده، له ځمکې هوا ته توغول کېدونکی توغندی ده، د بالاستیک توغندي وېشتلو لپاره طرحه شوی. بالاستیک توغندي د اټومي، کیمیاوي، بیولوجیکي او یا دودیزو سروکو د انتقال لپاره جوړ شوي وي. د بالاستیک ضد اصطلاح یوه عامه اصطلاح ده کوم چې د توغندیو ضد سیستم لپاره کاریږي او هر ډول بالاستیک توغندي ویشتلی شي. خو په عامه توګه دا نوم د هغه سیستم لپاره کاریږي کوم چې د لویې وچې په داخل کې بالاستیک توغندي په نښه کولای شي.
 
په نړۍ کې یوازې درې داسې سیستمونه موجود دي کوم چې د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندي په نښه کولای شي خو د دې سیستمونو تر څنګ واړه سیستمونه هم شته دي، واړه سیستمونه د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندي که چېرې په حدودو کې هم وي نشې ویشتلای ځکه چې د وړو سیستمونو لپاره د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندی ډېر چټک سرعت لري.
 
د توغندیو ضد سیستمونه دوه ډوله دي کوم چې په اتموسفیر کې د بل توغندي مخه نیسي د (endo-atmospheric) په نامه یادیږي او کوم چې له اتموسفیر څخه بهر د توغندي مخه نیسي د (exo-atmospheric) په نامه یادیږي.
 
د روسې اې-۱۳۵ د بالاستیک توغندیو ضد سیستم (A-135 anti-ballistic missile system) د مسکو د دفاع لپاره کاریږي. په ۱۹۹۵ کال کې یې کارونه پیل شوه او یاد توغندی د شوروي د وخت (A-35 anti-ballistic missile system) سیستم ځای نیونکی شو. په دې سیستم کې ګورګون او ګزېل توغندي (Gorgon and Gazelle missiles) کاریږي کوم چې د راتلونکي توغندي په هوا کې مخه نیسي.
 
د متحده ایالتونو بالاستیک ضد سیستم (Ground-Based Midcourse Defense System) پخوانی نوم یې (National Missile Defense) ده په لمړي ځل په کال ۱۹۹۷ کې وازمویل شو او په ۱۹۹۹ کې یې په بریالۍ توګه د راتلونکي توغندي مخه د دوېمې ازموینې پر مهال ونیوله. یاد توغندي یوازې د محدودې کچې دفاع کولای شي لکه د شمالي کوریا په څېر له هېواده مګر له روسې د دفاع لپاره کافي سیستم نده.
 
اسرایلو ارو ۳ د بالاستیک ضد سیتم (Arrow 3 system)، په ۲۰۱۷ کال کې یې کارونه پیل شوه، له اتموسفیر څخه بهر توغندی ویشتلای شي او د سپوږمکیو ضد هم کارېدلای شي.
 
د مرکزي اروپا لپاره د امریکا پلان
په ۱۹۹۳ کې غربي اروپا خپله کې ناسته لرله ترڅو په راتلونکې کې د بالاستیک ضد توغندیو پر سیستیم خبرې وکړي. د ناستې په پای کې شورا د مخکې له مخکې د خبرتیا سیستم، د څارنې او په سیمه ایزه توګه د کنټرول شوي سیستم سپارښتنه وکړه. په ۲۰۰۶ کال کې د پولنډ، چک سلواکیا او متحده ایالتونو ترمنځ د خبرو اترو راپور خپور شو. په دې پلان کې ورانډیز شوی وو چې د رادار سیستم به په چک سلواکیا کې وي او د توغولو سیستم به په پولنډ کې نصب وي. د نصب کولو موخه یې د ایران او شمالي کوریا د بالاستیک توغندیو مخنیوی وو. خو په ۲۰۰۷ کال کې د جرمني په مونیش ښار کې د (Organization for Security and Co-operation in Europe) کنفرانس پر وخت د ویلاد میر پوتین له سخت غبرګون سره مخ شو. همداسې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر (Frank-Walter Steinmeier) هم د امریکا پر پالیسۍ نیوکه وکړه، د والټر نیوکه دا وه چې د اروپا غړي هیواد ته د سیستم له واردولو مخکې یې باید له روسانو سره پرې مذاکرات کړي وای. د ۲۰۰۷ په جولای کې د یاد سیستم د نصب کولو ضد زیاتره نورو هم غبرګون وښود. د ۲۰۱۶ په جولای کې متحده ایالتونو په رومانیا او پولنډ کې د نصب شوي سیستم په اړه جزیات خپاره کړل.
AAD Test Crop
The Advanced Air Defence (AAD) missile being launched during the first ever test of the Indian AAD Missile system. Photo by Sniperz11

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons